پزشکیان: ګاونډیانو ته پاملرنه د ایران د بهرني سیاست مرکزي اصل دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i163106-پزشکیان_ګاونډیانو_ته_پاملرنه_د_ایران_د_بهرني_سیاست_مرکزي_اصل_دی
پارس ټوډې- د ایران ولسمشر وویل: د ګاونډیتوب پالیسۍ ته وده ورکول او ګاونډیانو ته پاملرنه د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست مرکزي اصل دی.
(last modified 2026-03-17T03:53:59+00:00 )
Aug 03, 2025 12:05 Asia/Kabul
  • پزشکیان: ګاونډیانو ته پاملرنه د ایران د بهرني سیاست مرکزي اصل دی

پارس ټوډې- د ایران ولسمشر وویل: د ګاونډیتوب پالیسۍ ته وده ورکول او ګاونډیانو ته پاملرنه د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست مرکزي اصل دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د نن یکشنبه د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: د صهیونیسټ رژیم او امریکې لخوا د ۱۲ ورځني ترهګریز برید په دوران کې د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع او ملاتړ په برخه کې د حکومت، پارلمان، سیاسي ګوندونو او غورځنګونو، عالمانو او د پاکستان د ګرانو خلکو دریځونه ډیر په زړه پورې او هیله مندوونکي وو. په دې وجه زه د دوست او ورور هیواد پاکستان له لومړي وزیر او نورو چارواکو او خلکو څخه په کلکه مننه کوم.

ولسمشر پزشکیان ټینګار وکړ: د دواړو هیوادونو ترمنځ ښه ګاونډیتوب، نږدېوالی او دوستي په تاریخ کښې ژورې جرړې لري او د دواړو ولسونو ترمنځ ژورې کلتوري، مذهبي او روحاني اړیکې ټینګې دي.