علي لاریجاني د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي وټاکل شو
Aug 06, 2025 01:48 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د ایران ولسمشر د سه شنبې په ورځ د اساسي قانون د ۱۷۶ مادې پر بنسټ او د علي لاریجاني د ژمنتیا، تجربو او مدیریتي سوابقو په پام کې نیولو سره، هغه د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه وټاکه.
ولسمشر مسعود پزشکیان په دې حکم کې له منشي غوښتي چې د دبیرخانې د چارو د څارنې او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ ترڅنګ، د ملي امنیت د مسایلو او خطرونو، په ځانګړې توګه نوو او ټیکنالوژیکي ګواښونو د څارنې او لومړیتوب ورکولو، ستراتیژیکو مفاهیمو د بیا تعریفولو او د ملي امنیت د مسایلو د نظام سره سم د هوښیار او خلکو پر بنسټ چلند غوره کولو لپاره کار وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې په دغه چارې سره به هیواد په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه تلپاتې امنیت ته ورسیږي.
ټیګونه