آیا ایران یو ګَّرم ېواد دی او که سوړموسم لرونکی(سردسیر)؟
پارستودي - ایران یو پراخه هېواد دی چې د آب و هوا له پلوه خوراډولوالی دی او پکې هم ګرَمې سیمې او هم پکې سړَې سیمې شته.
ایران یو لوی هېواد دی چې د جغرافیائي او ډول ډول آب و هوا له پلوه په یو خاص موقعیت کې واقع دی.
د پارسټوډي د راپور له مخې، داډولوالی د ایران د پراخوالي، د لوړوالي د توپیرونو، له سمندرونو سره د نږدېوالي او د لوړو غرونو له امله رامنځته شوی دی. له همدې امله، ایران په بشپړه توګه نه یوازې ګرم موسم لرونکی( گرمسیر) او نه هم یوازې سوړ موسم لرونکی( سردسیر) بللی شو.
په عمومي توګه، د ایران سویلي او سویل ختیځې برخې، د فارس خلیج او عمان سمندر ته د نږدېوالي له امله، گرم او وچه آب وهوا یا چاپیریال لري. په دغو سیمو کې لکه بندرعباس، چابهار او زاهدان کې اوړي خورا تود او وَچ وي او د هوا تودوخه کله ناکله له ۴۷ درجو سانتیګرادو څخه هم پورته ځي. دا سیمې د بیاباني گرمسیرئ آب و هوا بېلګې دي.
له بلې خوا، د ایران شمال لوېدیځې، شمال ختیځې او غرنۍ سیمې ساړې او کله ناکله ډير زیات ساړه تجروبه کوي. د تبریز، اردبیل، همدان او د البرز او زاگرس غرونو شاوخوا سیمې په ژَمي کې له صفر درجې څخه ټیټه تودوخه لري او واوره پکې زیاته وي. دا سیمې اکثره سَړې او غرنئ آب و هوا لري.
د ایران مرکزي سیمې، لکه تهران او اصفهان، معتدله آب و هوا لري چې اوړی ئې تود او ژمی ئې سوړ وي. دا سیمې د معتدلې آب و هوا سیمې په کټګورۍ کې راځي او د کال په اوږدو کې ئې د تودوخې کچه بدلون کوي.
همدا راز، د ایران شمالي برخې، په تیره بیا د ګیلان او مازندران ولایتونه، معتدل او نم لرونکي آب و هوا لري. دا سیمې د کسپيّن سمندرګي او ګڼو ځنګلونو ته د نږدېوالي له امله، په اوړي کې یخ او په ژمي کې معتدل دي. زیات باران او شنه طبیعت د ایران شمالي برخې د هېواد له ښه آب و هوا لرونکو سیمو څخه جوړې کړې دي.
له دې امله، ایران یو داسې هېواد دی چې د آب و هوا پراخ ډولوالی لري او هم گرمې او هم سرې سیمې پکې شته. دغه ډولوالی د دې لامل شوی چې په بېلابېلو سیمو کې کلتورونه، قالی او جامې او د ژوند دود او دستورونه سره توپیر ولري او د آب و هوا د شرایطو له مخې، له ژوند او چاپېریال سره د سمون لپاره بېلابېلې لارې غوره شي.
په پایلې کې، که په عمومي توګه باید ووایو،چې ایران نه یوازې گرم موسم او نه هم یوازې سوړ موسم لرونکی بللی شو، بلکې دا یو معتدل، گرم او سوړ هېواد دی چې ډول ډول آب و هوا او موسمونه لري او هره سیمه ئې خپل ځانګړي شرایط لري.