آیا ښځې او نارینه په ایران کې مساوي حقوق او فرصتونه لري؟
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، یو شمېر لوېدیځو هېوادونو هڅه وکړه دا ډول وښيي چې په ایران کې پر ښځو ظلم شوی دی.
د ۱۳۵۷ کال د اسلامي انقلاب له بریا سره، په ایراني ټولنه کې د ښځو د مقام په اړه نظر بدلون وموند. د ځینو کسانو د فکر برعکس، د اسلامي جمهوریت نظام نه یوازې د ښځو د بېلابېلو برخو په فعالیتونو کې خنډ نه وو، بلکې پر اسلامي تعلیماتو په تکیې او د امام خمیني (ره) د ټینګار په مرسته، د ښځو د پرمختګ او ودې لپاره په علمي، کلتوري، ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې زمینه برابره شوه.
د پارس ټوډې دا راپور د رسمي او معتبرو احصایو په استناد سره د دې پرمختګونو په اړه بحث کوي.
د ښځو په اړه د امام خمیني او امام خامنه يي نظر:
د ایران د اسلامي جمهوریت ستر بنسټګر امام خمیني (ره) تل په ټولنه کې د ښځو او نارینهوو پر مساوي حقونو ټینګار کړی. هغه فرمایلي: ښځې په اسلامي ټولنه کې آزادې دي او پوهنتون، ادارو او پارلمان ته د هغوی د تلو مخه هېڅکله نه نیول کېږي.
د اسلامي انقلاب مشر امام خامنه يي هم د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په ۲۷ مه له زرګونو ښځو او نجونو سره په لیدنه کې، د ښځو په اړه د اسلامي منشور یو اصل داسې بیان کړ: د ښځو او نارینهوو ترمنځ د معنوي پرمختګ، انساني کمال او پاک ژوند ترلاسه کولو په برخه کې هېڅ توپیر نشته. هغه زیاته کړه: د اسلام له نظره، ښځې او نارینه که څه هم په فزیکي لحاظ توپیر لري، خو دواړه له فکري او عملي نوښتونو او بې کچې استعدادونو څخه برخمن دي، چې له امله یې ښځې هم د نارینهوو په څېر کولای شي او په ځینو مواردو کې واجب دي چې په علمي، سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، نړیوالو، کلتوري او هنري برخو کې رول ولوبوي.
تعليم او زدهکړې:
په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته، د تعلیم او زدهکړو په برخه کې د ښځو د علم او پوهې ترلاسه کولو په کچه کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي:
د ښځو د سواد کچه له انقلاب مخکې له ۱۵ سلنه څخه تر ۸۰ سلني پورې لوړه شوې ده.
د ایران پوهنتونونو ته د داخلیدونکو ۶۱ سلنه نجونې دي.
د پوهنتونونو د علمي پلاوي ۳۳ سلنه او په طبي علومو کې ۴۴ سلنه غړي ښځې دي.
روغتیا او حفظ الصحه:
د روغتیا او حفظ الصحې په برخه کې، د ایران اسلامي جمهوریت د ښځو د وضعیت د لوړولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي دي:
د ایرانی ښځو د ژوند تمه ۷۸ کلونو ته رسېدلې ده.
د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه په هر ۱۰۰ زره زېږونونو کې ۲۰ مواردو ته راټیټه شوې ده.
په ایران کې د روغتیايي کارکوونکو له ۷۰ سلني څخه زیاتې ښځې دي.
د کلیوالو او کوچیانو لپاره ۹۹ سلنه او د ښاري اوسیدونکو لپاره ۱۰۰ سلنه روغتیایي پوښښ برابر شوی دی.
ایران د ماشومانو او د ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو د مړینې کچې په کمولو کې نړیوالې درجې ترلاسه کړې دي.
دندې او کاروبار:
د دندو او کاروبار په برخه کې، ایراني ښځو فعال او اغېزمن رول لوبولی دی:
د رامنځته شویو دندو ۴۱ سلنه او د کورنیو کاروبارونو د جوازونو ۸۰ سلنه ښځو ته ورکړل شوي دي.
په ایران کې له ۴۰۰۰ څخه زیاتې پوه بنسټ کمپنۍ د ښځو لخوا اداره کېږي.
د ایراني مخترعینو ۲۴ سلنه ښځې دي (په نړیواله کچه د ښځینه مخترعینو اوسط ۱۴ سلنه دی).
په ایران کې د ملاتړي پروګرامونو لکه د کورنۍ د سرپرستو ښځو لپاره پرته له ضمانت پورونو ورکولو طرحې پلي شوې دي.
سیاسي او مدیریتي ونډه:
ایراني ښځو په سیاسي او مدیریتي برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه کړي دي:
د مدیریتي دندو لپاره د ښځو ټاکنه له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې له ۱۹ زرو څخه تر ۴۰ زرو پورې لوړه شوې ده.
د ایران په څوارلسم دولت کې له ۷۰ زیاتې ښځې په مهمو پوستونو لکه وزیرې، د ولسمشر مرستیالې او د دولت ویاندې په توګه دندې ترسره کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت په پارلمان کې ۱۴ ښځې او په سلګونو نورې د ښارونو او کلیو په شوراګانو کې فعالیت کوي.