د اختراعاتو په نړیوالو سیالیو کې د ایرانۍ زدهکوونکې ځلیدا
پارس ټوډي - د تهران د طبي علومو پوهنتون د نرسنګ د پوهنځي زدهکوونکې محصیلې د ماشومانو د کولیک ناروغۍ د تشخیص او آرامولو لپاره د مصنوعي ذهانت(آرټیفیشل اینټلیجنس) په اساس یو سیسټم اختراع کړی او د اختراعاتو او ایجاداتو په نړیوالو سیالیو کې ئې بریا ترلاسه کړې ده .
د تهران د طبي علومو پوهنتون د نرسنګ او قابلګۍ پوهنځي د ماسټرۍپړاؤ زدهکوونکې، فرشته پیراني ، د نړیوالو مخترعینو فیډریشن د غړو لپاره د اختراعاتو او نوښتونو په پنځمې نړیوالې سیالۍ (The 5th International Invention and Innovation Competition for IFIA INV Members) کې د نقرې مډال وګټه.
د پارس تودي د راپور له مخې، چې د تهران د طبي علومو پوهنتون په حواله ئې ورکړی، دغه نړیواله علمي سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۱۵ تر ۱۷ پورې (یعني د ۱۴۰۴ لمریزکال د وږي یا سنبلې دمیاشتې له ۲۴ تر ۲۶) پورې د سویټزرلینډ په کوربتوب په مجازي یا انټرنیټي بڼه ترسره شوه او له ۲۷ هیوادونو څخه ئې له ۱۱۰۰ څخه زیاتو اختراعاتو او نوښتونو پکې ګډون کړی و.
د فرشته پیراني لخوا وړاندې شوی اختراع یو سمارټ اغوستونکی سیسټم دی چې د مصنوعي ذهانت (اې آئي) پر بنسټ جوړ شوی او د ماشومانو د کولیک ناروغۍ د تشخیص او آرامولو لپاره کار کوي. دا سیسټم د تطبیقي آرامولو میکانیزمونو او پرمختللو غیر یرغلیزو ټکنالوجیو په کارولو سره د کولیک درد په دقیق ډول تشخیصوي او د ماشوم له حالت سره سم د آرامولو مناسبې لارې چارې وړاندې کوي.
دا نوښت د ماشومانو د طب، طبي ټیکنالوژیو او کورني پاملرنې په برخې کې د غیر ضروري طبي مراجعو کمولو، د درملنې لګښتونو د کمولو او د ماشومانو او د هغوی د کورنیو د ژوند د کیفیت لوړولو په موخې سره ډیزاین شوی او پراختیا ئې موندلې ده.