نړیواله ټولنه دې د قوانینو له خلاف ورزي کوونکو ځواب وغواړي
پارسټوډي – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي او سفیر د صهیونیسټي رژیم او امریکا له خوا پر ایران او د فردو، نطنز او اصفهان ایټمي تاسیساتو د بریدونو یادونه وکړه او وې ویل، نړیواله ټولنه باید دا کړنې په روښانه توګه وغندي او د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزي کوونکو د ځواب ویلو غوښتنه وکړي.
د پارسټوډي د راپور له مخې، د ایران د ملګرو ملتو دایمي استازي او سفیر امیرسعید ایرواني د ملګرو ملتو په عمومي غونډې کې په خپلې وینا کې د صهیونیسټي رژیم او امریکا له خوا پر ایران د ایټمي تاسیساتو پر وروستیو بېپروا بریدونو اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل: دا تاسیسات، چې د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس تر څارنې لاندې دي او یوازې د سولهییزو موخو لپاره د ایټمي وسلو د خپریدو د مخنیوي تړون له څلورمې مادې سره سم فعالیت کوي، په قصدي توګه په نښه شوي دي؛ دا کړنه د نړیوالو قوانینو، په شمول د ملګرو ملتو د منشور د اصولو ښکاره خلاف ورزي ده. دغه ډول کړنې د څو اړخیزوالي پر بنسټونو مستقیم برید دی، د وسلو د ختمولو او د نه خپریدو پر اورګانونو باور کمزوری کوي او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
سعید ایرواني ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید دا کړنې په روښانه توګه وغندي، د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزي کوونکو د ځواب ویلو غوښتنه وکړي او د ایټمي تاسیساتو د خوندیتوب لپاره قانوني ملاتړ پیاوړی کړي، څو د سولهییزو ایټمي تاسیساتو خوندیتوب یو نه ماتېدونکی اصل شي او ترسره کونکو ته روښانه شي، چې دوی به هیڅکله د داسې ښکاره خلاف ورزیو په وړاندې له معافیت څخه برخمن نه شي.
ایرواني زیاته کړه: د سیف ګارډز تر څارنې لاندې په ایټمي تاسیساتو باندې په برید سره، مجرمان نه یوازې د یوه خپلواک حکومت د نه سلبېدونکو حقوقو خلاف ورزي کوي، بلکې د ایټمي وسلو د خپریدو د مخنیوي تړون اعتبار او هغه باور، چې د دغه تړون بنسټ دی، هم کمزوری کوي. که سولهییز ایټمي تاسیسات د ګواښ یا زور له خطرې خوندي نشي، نو د تړون له خوا ورکړل شوي تضمینونه به نور څه معنی ولري؟