پزشکیان: بریکس دې له یواړخیزپالنې سره په مقابله کښې چورلیزي رول ولوبوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164348-پزشکیان_بریکس_دې_له_یواړخیزپالنې_سره_په_مقابله_کښې_چورلیزي_رول_ولوبوي
پارس ټوډی – د ایران ولسمشر وویل: په اوسني نړیوال نظم کښې د عدالت او ثبات لپاره یو ډیر ستر ګواښ، د یواړخیزو اقداماتو زیاتیدل او له بندیزونو اوزاري استفاده ده.
(last modified 2025-09-09T01:24:41+00:00 )
Sep 09, 2025 05:52 Asia/Kabul
  • پزشکیان: بریکس دې له یواړخیزپالنې سره په مقابله کښې چورلیزي رول ولوبوي

پارس ټوډی – د ایران ولسمشر وویل: په اوسني نړیوال نظم کښې د عدالت او ثبات لپاره یو ډیر ستر ګواښ، د یواړخیزو اقداماتو زیاتیدل او له بندیزونو اوزاري استفاده ده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون دوشنبه د بریکس په غیر معمولي مجازی سرمشریزه کې د ویډیو کانفرنس له لارې په اقتصادي چاپیریال او د څواړخیز نظام په حالت باندې په تمرکز سره د نړۍ د روانو حالاتو په موضوع وینا وکړه.

د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د اوسني نړیوال نظم سرسڼه کول، د امنیت شورا په جوړښت او تګلارې کښې له بیاکتنې واخلې نړیوال مالي نظام تراصلاح پورې، د نړیوالې واکمنۍ په جوړښت کښې جدي اصلاح ته ضرورت لري، زیاته کړه: په دې لاره کښې د بریکس په شان ډلې او نور سویلي نړیوال ارګانونه څوقطبي، ډیموکراټیک او عادلانه نظم ته په لارښوونه کښې ځانګړی مسئولیت لري، د یو داسې نظم په لور چې په کښې د ټولو هیوادونو په تیره بیا مخ په ترقۍ هیوادونو غږ واوریدل شي.