د ایران کلتوري اوونۍ به په روسيه کې ترسره شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164464-د_ایران_کلتوري_اوونۍ_به_په_روسيه_کې_ترسره_شي
پارس‌ ټوډی - د ایران د کلتور او ارشاد وزیر سید عباس صالحي او د روسيې د کلتور وزیرې اولګا لوبیمووا، د سن‌پترزبورګ په ښار کې سره ولیدل او د ۲۰۲۶ کال لپاره یې په روسيه کې د ایران د کلتوري اوونیزې د ترسره کولو په اړه هوکړه وکړه.
(last modified 2025-09-11T10:36:32+00:00 )
Sep 11, 2025 15:04 Asia/Kabul
  • د ایران کلتوري اوونۍ به په روسيه کې ترسره شي

پارس‌ ټوډی - د ایران د کلتور او ارشاد وزیر سید عباس صالحي او د روسيې د کلتور وزیرې اولګا لوبیمووا، د سن‌پترزبورګ په ښار کې سره ولیدل او د ۲۰۲۶ کال لپاره یې په روسيه کې د ایران د کلتوري اوونیزې د ترسره کولو په اړه هوکړه وکړه.

اولګا لوبیمووا وویل، وروسته له هغه چې په ایران کې د روسيې کلتوري اوونۍ په بریالیتوب سره ترسره شوه، روسي اړخ د ۲۰۲۶ کال لپاره د ایران د کلتوري ورځو د جوړولو لپاره چمتو دی.

سید عباس صالحي سن‌پترزبورګ ته د یوولسم نړیوال کلتوري فورم په غونډه کې د ګډون او د ایران او روسيې ترمنځ د کلتوري اړیکو د پراختیا په اړه د خبرو لپاره رسیدلی.

دا فورم نن د پنجشنبې او سبا د جمعې په ورځو کې د ۴۰ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د کلتور وزیرانو او لوړپوړو استازو په ګډون ترسره کېږي، او د دې فورم عمومي غونډه به د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په حضور سره جوړه شي.