امریکا پر ایران او یو شمېر نورو هېوادونو نوې بندیزونه لګولې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164558-امریکا_پر_ایران_او_یو_شمېر_نورو_هېوادونو_نوې_بندیزونه_لګولې_دي
د امریکا د سوداګرۍ وزارت د شنبې په شپه د تهران په وخت اعلان وکړ چې پر ایران او یو شمېر نورو هېوادونو باندې نوې بندیزونه لګولي دي. 
(last modified 2025-09-14T02:44:39+00:00 )
Sep 14, 2025 07:12 Asia/Kabul
  • امریکا پر ایران او یو شمېر نورو هېوادونو نوې بندیزونه لګولې دي

د امریکا د سوداګرۍ وزارت د شنبې په شپه د تهران په وخت اعلان وکړ چې پر ایران او یو شمېر نورو هېوادونو باندې نوې بندیزونه لګولي دي. 

د دې وزارت په وینا، د سپټمبر له ۱۶ مي  څخه به پر ایران، روس، ترکیې، هند، پاکستان، چین، بلاروس، سینګاپور، تایوان او متحده عربي اماراتو پورې د اړوندو شرکتونو پر ضد بندیزونه پلي شي. 

امریکا ادعا کوي چې د دې شرکتونو فعالیتوینه د دې هېواد د ملي امنیت له ګټو سره په ټکر کې دي او دا شرکتونه د روسیې د پوځي صنایعو برخې ته توکي لېږلي دي. 

د راپور له مخې، د امریکا د دې نویو بندیزونو په غبرګون کې، د ایران د تېرو اقداماتو تاریخچه ښيي چې د ایران اسلامي جمهوریت تل هڅه کړې چې د کورني ظرفیتونو او سیمه‌ییزو همکاريو په مرسته بهرني فشارونه شنډ کړي. په وروستیو کلونو کې، امریکا څو ځلې د ملي امنیت د ګواښ په پلمې سره له ایران سره اړوند شرکتونه او بنسټونه په نښه کړي دي. 

د دې فشارونو سره سره، ایران توانېدلی چې د خپلو ستراتیژیکو ټکنالوژيو پرمختګ ته ادامه ورکړي او د کورني او سیمه‌ییزو سرچینو په جوړولو سره په بهرنیو سرچینو خپله پییلتیا کمه کړي. همدارنګه، د ایران متحدینو لکه چین، روس او یو شمېر اسیایي هېوادونو د امریکا د فشارونو پر وړاندې خپلواکه دریځونه غوره کړي او په ځینو مواردو کې یې له تهران سره اقتصادي او پوځي همکارۍ جاري ساتلي دي.