عراقچي: ایران د امریکا د یو اړخیزې پالیسۍ قرباني دی
-
سیدعباس عراقچي، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر
پارس ټوډی - د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وایي: ایران د امریکا د یو اړخیزې پالیسۍ او د صهیونیستي رژیم د جنجالي کړنو په نتیجه کې قرباني شوی، خو دا مسلې د دې لامل نه دي شوي چې تهران د یو فعال نړیوال لوبغاړي په توګه له خپلو مسوولیتونو غافل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سیدعباس عراقچي» د سې شنبې په ورځ په تهران کې د «ایران او اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو)» د دویم ملي کنفرانس د پرانستې په مراسمو کې وویل: «نننۍ نړۍ تر بل هر وخت د یوه اړخیزې پالیسۍ له جدي ستونزو سره مخ ده. دا اندیښمنونکی بهیر نړیوال نظم نور هم کمزوری کړی، د سیمهییز او نړیوال سولې او امنیت ساتنه یې له جدي ننګونو سره مخ کړې او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فرصتونه یې محدود او زیانمن کړي دي.»
د پارس ټوډی د راپور له مخې، عراقچي په دې کنفرانس کې د څو اړخیزو میکانیزمونو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د پرمختلونکو هېوادونو ترمنځ همکاري او همغږي په څو اړخیزو چوکاټونو کې نور یو انتخاب نه دی، بلکې یوه اړتیا ده. د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د ظالمانه یو اړخیزې پالیسۍ او د صهیونیستي رژیم د خطرناکو ماجراوو قرباني دی او لا هم د دې پایلو له امله په ستونزو کې دی، خو د خپلو مسوولیتونو څخه د یو فعال او اغېزمن لوبغاړي په توګه په څو اړخیزو او سیمهییزو اقتصادي او پرمختیايي اړیکو کې غافل نه دی، او دا کنفرانس د دې ادعا شاهد دی.»
عراقچي زیاته کړه: له شپېتو کلونو څخه زیات وخت د «آر.سي.دي» سازمان او وروسته د هغه د وارث، اکو سازمان له تاسیس څخه تېر شوی دی. دا د سیمهییزې همکارۍ جوړښت بې له شکه په پرمختلونکې نړۍ کې د اقتصادي همکارۍ تر ټولو زوړ میکانیزم دی. په دې کلونو کې ارزښتناک بنسټونه رامنځته شوي او د بېلابېلو اقتصادي برخو لپاره د همکارۍ چوکاټونه جوړ شوي دي. خو هغه څه چې نن موږ ورسره مخ یو، هیڅکله د اکو سیمې د سترو ظرفیتونو او وړتیاوو سره سمون نه لري. د اکو سازمان کولی شي د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي څو اړخیزو همکاریو د یو بریالي ماډل په توګه بدل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د اکو غړو هېوادونو د انفرادي او جمعي تابآورۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل: «د انرژۍ ناامني، د خوراکي توکو ناامني، ژئوپولیټیکي بحرانونه، وباوې، اقلیمي بدلونونه، طبیعي افتونه، د نړیوال اقتصاد بېثباتي او د نړیوالو اکمالاتي زنځیرونو ګډوډي هغه ګواښونه دي چې زموږ سیمه یې تر خپلې ولکې لاندې لري، او د دې پر وړاندې مقابله د پلان جوړونې او همغږۍ ته اړتیا لري. د اکو لس کلن لیدلوری باید په جدي توګه دې موضوعاتو ته پاملرنه وکړي.»
عراقچي ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت په باور، اکو کولی شي او باید د سیمهییز اقتصادي معمارۍ په جوړولو کې مخکښ او اغېزمن رول ولوبوي؛ هغه معماري چې د مشارکت، متقابل احترام او ګډو ګټو پر اصولو ولاړه وي.