د ازادې غیږنیونې د ملي ټیم ویاړمنو اتلانو؛پر تاسو آفرین وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i164688-د_ازادې_غیږنیونې_د_ملي_ټیم_ویاړمنو_اتلانو_پر_تاسو_آفرین_وي
د ایران د انقلاب مشر پیغام د ازادې کشتۍ ملي ټیم اتلانو ته: ستاسو د حیرانونکي هڅو او ستاینې وړ چلند له امله مننه کوم
(last modified 2025-09-17T01:55:18+00:00 )
Sep 17, 2025 05:14 Asia/Kabul
  •  د ازادې غیږنیونې د ملي ټیم ویاړمنو اتلانو؛پر تاسو آفرین وي

د ایران د انقلاب مشر پیغام د ازادې کشتۍ ملي ټیم اتلانو ته: ستاسو د حیرانونکي هڅو او ستاینې وړ چلند له امله مننه کوم

پارس‌ټوډي - د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د ۲۰۲۵ کال په نړیوالو سیالیو کې د ایران د ازادې غیږنیونې د  ملي ټیم په  اتلولۍ پسې په یوه پیغام کې د دوي د حیرانونکي هڅو او  اتلوال  چلند ستاینه وکړه.

د ۲۰۲۵ کال په نړیوالو سیالیو کې د ایران د ازادې غیږ نیونې یا کُشتئ ملي ټیم له  اتلولۍ وروسته، د ایران د اسلامي انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت‌الله العظمی سید علی خامنه‌ای، په یوه پیغام کې د دوي د حیرانونکي هڅو،زیار او ستاینې وړ چلند ستاینه وکړه.

د پارس‌تودي د راپور له مخې، د اسلامی انقلاب  د معظم لارښود د پیغام  متن ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

بسم الله الرحمن الرحیم

د کُشتۍ  یا غیږنیونې د نړیوالې اتلولۍ  په خاطر د  غیږ نیونې ملي ټیم ته د دوي د حیرانونکي زیار ،هڅو او بیا ستاینې وړ چلند  مننه کوم پر تاسو آفرین وي. د ځواک او معنویت ترکیب د لوړو ارزښتونو رامینځته کوونکی دی. ستاسو په ویاړ!

سیدعلي خامنه‌ای

 د ۱۴۰۴  کال د وږي یا سنبلې  ۲۵

د ایران د  اسلامي جمهوریت د ازادې غیږ نیونې یا کُشتئ ملي ټیم، ۱۲ کاله وروسته د نړیوالو  غیږنیونې  د  نړیوالو سیالیو اتل شو او د دغو سیالیو په تاریخ کې ئې د ایران شپږمه اتلولي ثبت کړه.