د امنیت شورا په غونډې کې سیاسي فضا غالبه وه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس له عمومي منشي سره په ټیلیفوني خبرو کې د آژانس د واکمنې شورا په غونډې کې د سیاسي فضا د غالبیدا په باب نیوکه وکړه.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې،د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومي منشی رافائل ګروسي، د جمعې په ماښام ېد ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغو خبرو کې دواړو لورو د ایران او آژانس ترمینځ د ملګرتیا وروستي وضعیت، د «سنپبک» موضوع او په امنیت شورا کې د بندیزونو د لغوه کولو د دوام په اړه په پریکړه لیک بحث وکړ.
عراقچي د آژانس د واکمنې شورا په غونډې کې د سیاسي فضا د غالبیت په اړه نیوکه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران او آژانس ترمنځ ملګرتیا په بشپړه توګه تخنیکي او د نړیوالو مقرراتو په چوکاټ کې ده.
هغه زیاته کړه چې ایران، د یوه مسؤل هیواد په توګه، تل د خپل اټومي پروګرام په اړه د مسایلو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او تخنیکي ملګرتیا لاره تعقیب کړې او هر ډول سیاسي اقدام او غیرعادلانه دباؤ چې تاوتریخوالی زیاتولی شي،نه مني.