د صهیونیستي رژیم د یرغل شهیدان | د خدمت په وروستۍ ورځ شهادت
-
د شهید اقتدار مهدی قهرمانی کیسه
پارس ټوډی – دا د شهید مهدی قهرمانی د ژوند کیسه ده؛ یو ۲۰ کلن وظیفهيي عسکر چې د خپل عسکري خدمت د پای ته رسیدو یوه ورځ مخکې د صهیونیستي رژیم د برید له امله شهید شو.
هغه ګڼ شمېر خوبونه او پلانونه درلودل چې د عسکري خدمت له پای وروسته یې ترسره کړي وای.
پارس ټوډی د همشهري انلاین په حوالیه لیکلي: د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د چنګاښ دوهمه نېټه وه چې صهیونیستي رژیم د تهران د افسریه پادگان باندې هوايي برید وکړ.
په دغه برید کې، وظیفهيي عسکر مهدي قهرماني شهید شو.
دا پېښه یوه ورځ مخکې له هغې وشوه چې مهدی د خپل عسکري خدمت پای ولمانځي.
د مهدی په کور کې د حضرت علياکبر (ع) نوحه غږیږي. د شهید مور، اعظم طلایي، په زړورو سترګو وايي: "مهدی جان! مهدی جان! کوم ځای دې مخ ښکل کړم؟
پلار یې خپه او غمجن په يوه کونج کې ناست دی. مېلمانه ځي او راځي.
د شهيد د مور چيغې ورو ورو لوړېږي او وايي: «ستا د مخ کومه برخه ښکل کړم؟ کاش چې نن سهار دې دومره عجله نه وای کړې، چې ښه مې لیدلی وای. له دې وروسته ستا مور به تل ستا د ښکلي مخ په ارمان کې ژاړي."
د برید په ورځ، اعظم طلایي په بقیهالله روغتون کې کار کاوه، خو زړه یې د مهدی له پاره نا آرامه و. مهدی له سهاره پادگان ته تللی و، خو د مور زړه یې نا ارامه و.
مهدی مخکې له جګړې د خپل قوماندان شمېره ورکړې وه چې که اندېښنه پیدا شي، تماس ونیسي.
اعظم وايي: "زنګ مې ورته ووهه، قوماندان وویل: اندېښنه مه کوئ، مهدی روغ رمټ دی. خو زړه مې آرام نشو. بیا مې زنګ ووهه، دا ځل یې نه شو اخیستی."

د شهادت خبر
شاوخوا لس بجې وې چې د افسریه پادگان د بمبارۍ خبر خپور شو.
مور یې ژر له پلار سره تماس ونیوه او دواړه پادګان ته روان شول.
میرمن اعظم وايي: "لا پادګان ته نه وو رسېدلي چې ټیلیفون ته مې زنګ راغئ، د مهدی ملګری و، راته وویل: خاله، افسریه پادگان ویشتل شوی، له مهدی څه خبر لرئ؟"
له دې خبرې سره یې د مور له خولې د "یا حسین" چغې پورته شوې.
پلار یې موټر ودراوه، دواړو منډه کړه. پادگان ته نږدې ټول خلک سرګردانه و. یو سړي نارې وهلې: ژوبل شوي او شهیدان بعثت روغتون ته وړل شوي.
اعظم وايي: "روغتون ته چې ورسېدو، یو قوماندان راغی او د مهدی د شهادت خبر یې راکړ."
انا لله وانا الیه راجعون
د مهدي لپاره د سربازۍ شوق او لېوالتیا
مهدي، چې کله چې ۱۸ کلن شو، پرېکړه يې وکړه چې حتماً سربازي ته ولاړ شي.
مور يې وايي: «هر څومره مې چې ورته وويل چې اوس وختي ده، ستا د ۲۰ کلنۍ کلیزه ونمانځو، بيا سربازي ته لاړ شه، خو هغه نه منله او بالاخره يې د سربازۍ جامې واغوستې.»
اعظم طلايي کله چې د مهدي د اخلاقو او کردار په اړه خبرې کوي، بېصبره کېږي: «زما د زوی سربازي پای ته رسېدلې وه او حتی د خدمت د پای کارت لاسلیک یې هم د قوماندان اخیستی و.
هغه ورځ د هغه د خدمت وروستۍ ورځ وه، خو خبر نه و چې دا د هغه د ژوند وروستۍ ورځ وي. زما زوی نجيب و. د هغه په پاک روح قسم چې يو ځل مې هم په کور کې د هغه لوړ غږ وانه ورېد. هېڅکله يې په خپله د يخچال دروازه خلاصه نه کړه چې يو څه واخلي او وخوري. ويل به يې: پرېږدئ مور راشي، بيا به يوځای خوراک وکړو.
مهدي مظلوم و او د جګړې په دې ورځو کې يې خاموشي لا د هغه مظلوميت زيات کړی و. د جګړې په ورځو کې زه ډېر وخت په شفټ کې وم. يو زړه سواندې مې ونه ليد.
دا حسرت به څه کړم؟ په کور کې د ماشومانو له امله نه شم ژړلی او په روغتون کې هم د ناروغانو د حال مراعات کوم.
د شهید وروستی الهام
مور یې وايي: "یوه ورځ یې خور، مهسا، را منډه کړه او وې ویل: مامان، مهدی مې ولید، ګویا د خونې په ګوټ کې ولاړ و. وروستیو کې یې مهسا ته ویلي و: زه شهیدېږم، مه هېروئ چې پر قبر مې ولیکئ 'جوان ناکام'."
شهيد مهدي قهرماني په اصل کې د اردبيل اوسېدونکی و.
د مور په وينا، هغه تل د اردبيليانو پر غرور او غيرت خبرې کولې.
کله چې شهيد شو، اردبيل ته يې يووړ او هلته يې پاک جسد خاورو ته وسپارل شو.