حافظ شیرازي انسان ته هیله ورکوي؛ د ټولو ایرانیانو په شان
پارس ټوډی- د هنګري هیواد انځورګرې میرمن «ګیزلا وارګا سینايي» چې له فارسۍ ادبیاتو سره یې مینه ده په ایران کښې له نیمې پیړۍ ژوند کولو وروسته وویل: له ټولو ایرانیانو او شاید زیاته ایراني شوي یم او له ایران سره مو مینه ده.
«ګیزلا وارګا سینايي» د انځورګرۍ داسې هنرمنده ده چې د خپل عمر څه د پاسه پنځوس کاله یې په ایران کښې تیر کړي دي او اوس دومره د دغه ټاټوبي له کلتور او خلکو سره اخښل شوي ده چې په خپله وايي له تاسو ټولو او شاید په زیاته اندازه ایراني شوي یم.
پارس ټوډې سایټ د مهر خبري اژانس په قول راپور ورکړ «سینايي» په هنګري هیواد کښې زیږیدلي ده او په دوه ویشت کلنۍ کښې یې د ایران د فیلمونو له ډایریکټر او موسیقي پوه «خسرو سینايي» سره واده وکړ او ایران ته راغله.
هغه اوس اتیا کلنه ده او اوس هم په هماغه دلچسپۍ او ولولې سره د ادبیاتو ، حافظ شیرازي او د ایران او د هنګري هیواد ترمینځ د کلتوري پیوندونو خبره کوي.
ګیزلا ته له کتاب او قصو سره دلچسپۍ له خپل پلار څخه په میراث رسیدلي ده.
هغه وايي زه د کورنۍ یوازنې ماشومه وم او زما پلار په یوې چاپخانې کښې کار کاوه.
هغه کتابونه چې ټاکل شوي وو خمیر شي زما پلار کور ته راوړل او زما لپاره یې لوستل.
ادبیات زما لپاره د درملو په شان وو، په تیره بیا د کمیونیسټانو د حکومت په پړاو کښې.
زما پلار همیشه ویل: مطالعه یوازنی شی دی چې هیڅ څوک نشي کولای هغه له تا واخلي.
ګیزلا د حافظ شیرازي له شعرونو سره د خپلې تجربې په هکله وايي: حافظ شیرازي یوازنی شاعر دی چې په شعرونو سره یې فال لیدلای شو.
د هغه شعرونه له هیلې څخه ډک دي.
زما لپاره د خلکو د پيژندنې له نظره مهم وو چې ووینم په ټول ایران کښې خلک حافظ شیرازي خوښوي او د هغه احترام کوي.
له شعرونو سره دغه مینه او د حافظ شیرازي د دومره شعرونو لوستل د ایران ملت استثنايي کوي! د شیراز خلک خو نو د حافظ شیرازي زیات عاشقان دي ............ زما په ایران کښې دغه کار خوښ دی چې ټول خلک خپل کارونه کوي.»
هغې د ایران په اوو ښارونو کښې د حافظ شیرازي د فال په موضوع سره یوشمیر نندرتونونه جوړ کړي په تهران، اصفهان، شیراز، یزد، تبریز، ماهشهر او کاشان کښې.
هغې په دې زمینه کښې وویل ما ښه چانس درلود چې په غوايي میاشت کښې په کاشان کښې وم؛ هر څه د کاشان سیمې د ګلابګیرۍ یعني له ګلابو څخه د عرق له اخیستلو سره یوځاې شوي وو او د نندرتون فضا ډیره ښه وه.»
د ګیزلا لپاره حافظ نه یوازې یو شاعر بلکې یو ستر سمبولیسټ دی.
دغه ټول سمبولونه د هغه په شعرونو کښې نشي ژباړل کیدلای.
د هغه شعرونه باید په اصلي ژبه ولوستل شي.
د حافظ شیرازي نبوغ زما لپاره یوه ښکارنده ده چې څو سوه کاله مخکې رامینځته شوي وه.
د ګیزیلا د ژوند لیک کتاب په هنګري هیواد کښې د «عشق بنده او له دواړو جهانونو ازاده یم »په نوم سره خپور شوی دی.
هغه له ایران او هنګري سره د خپل پیوند په هکله وايي یوځل چا له ما پوښتنه وکړه د ایران او د هنګري ترمینځ دې ډیره مینه له کوم هیواد سره ده؟ وویل زما له ایران سره دومره مینه ده چې واقعا فکر کوم چې له ایران څخه بهتر ځاې چیرته نشته ، زه دلته نقاشه یعني انځورګره شوم ، دلته مو اولاد وشو، پینځه پنځوس کاله مو له خپل خاوند سره ژوند وکړ.... اوس نشم کولای دوباره بل ځاې ته لاړه شم.
په حقیقت کښې د مهاجر پرستو مرغانو یعني د توتکرکي په شان یم.
که چیرې هنګري ته لاړه نشم نو خپل هیواد مو یادیږي او کله چې ایران ته راستنیږم او هوايي ډګر ته رسیږم تاوا چې خپل کور ته رسیدلي یم.