د لویدیځو هیوادونو جنایتونو ته کتنه/په کامبوډیا کښې د امریکا جنایتونه
پارس ټوډی-د ویټنام د جنګ په بهیر کښې امریکا د کامبوډیا هیواد په خاورې باندې پراخو بریدونو سره ډیر جنایتونه وکړل.
د پارس ټوډي سایټ د راپور پراساس په نولس سوه شپیتمې میلادي لسیزې کښې د ویټنام جنګ د شلمې میلادي پیړۍ په یوه تر ټولو خونړي جنګ بدل شو.
د ویټنام هیواد ګاونډي هیواد کامبوډیا لومړۍ خپلې بې طرفۍ اعلان کړه خو د دغه هیواد جغرافیايي موقعیت او د پناه اخیستلو لپاره د کامبوډیا له سرحدونو د ویټ کنګ د ځواکونو استفاده سبب شوه چې امریکا په دغه هیواد باندې هم د حملې په فکر کښې ووسي.
په نولس سوه پینځه شپیتم میلادي کال کښې امریکا له ویټ کینګ ځواکونو سره د مقابلې په پلمه د کامبوډیا په خاوره باندې خپلې هوايي او ځمکنۍ حملې پیل کړې.
په پیل کښې دغه بریدونه محدود وو خو په نولس سوه نهه شپیتم میلادي کال کښې واک ته د امریکا دولسمشر ریچارډ نیکسن په رسیدا سره زیات شول.
د امریکا د هغه وخت ولسمشر ریچارډ نیکسن خپل د ملي امیت سلاکار ریچارډ نیکسن ته حکم ورکړ چې په کامبوډیا باندې پراخې بمباریانې وکړي.
دغه بمباریانې چې په عملیات مینو یعني اپریشن مینو (Operation Menu)مشهور وې په بې رحمانه او پټې بمباریانې وې چې له ځواک او بودجې څخه په استفادې کښې یې هیڅ محدودیت نه درلود.
پراخې وژلې او انساني پایلې
په کامبوډیا کښې د امریکا جنګي اقدامات چې له بوږونکو جنایتونو سره یوځاې وو نه یوازې د دغه هیواد د زرګونو ملکي وګړو د مړینې او د بیخ بنایانو د تباه کیدا سبب شول بلکې د بشري حقوقو د ښکاره خلاف ورزۍ په معنا هم وو او دغه راز د «سرو خمرو» د رژيم د څرګندیدا او د ورپسې نسل کشیو زمینه جوړونکي هم شول.
د امریکا په هوايي حملو کښې د کامبوډیا په خاوره باندې څه د پاسه څلور لکه پنځوس زره ټنه بمونه وغورځول شول.
دغه بمباریانې د هغو ټولو بمونو دوه برابره وو چې په دوهم نړیوال جنګ کښې د امریکا لخوا وکارول شول.
په زرګونو کلي تباه شول، لسګونو زره ملکي وګړي ووژل شول او په میلیونونو خلک کډوال شول.
نه یوازې په سرحدي سیمو بلکې د کامبوډیا په داخل کښې هم بمباریانې وشوې.
امریکا له کوم توپیر پرته په ښوونځیو، روغتونونو ، عبادت ځایونو او بازارونو باندې هم بمباریانې وکړې.
د امریکا په بمباریو کښې اکثره وژل شوي کسان ماشومان وو کوم چې ویده وو یا د لوبو په حال کښې وو.
په هغه وخت کښې ډیرو لویدیځو رسنیو د امریکا دغو جنایتونو ته په پراخ ډول له پوښښ ورکولو ډډه وکړه.
په کامبوډیا د بمباریو خبره تر کلونو کلونو پورې پټه وساتل شوه او یوازې په نولس سوه اویایمې میلادي لسیزې کښې د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان د سندونو له ایشوا کیدا وروسته د دغو بمباریو حقیقي اړخونه روښانه شول.
له نړیوالو اعتراضونو سره سره هیڅکله د امریکا چارواکي د دغو جنایتونو د ترسره کولو په خاطر محاکمه نشول.
په دوام کښې د دغو جنایتونو څو موردونو ته کتنه کوو:
۱ د اپریشن مینو د پټو بمباریو عملیات(Operation Menu)
له نولس سوه نهه شپیتم میلادي کال څخه تر نولس سوه درې اویایم میلادي کال پورې امریکا د عملیات مینو په چوکاټ کښې د کامبوډیا په خاوره باندې څه د پاسه څلور لکه پنځوس زره ټنه بمونه وغورځول.
په دغو بمباریو کښې د کامبوډیا ختیځې سیمې شاملې وې چې ګومان کیده د ویټ کینګ ځواکونو هلته پناه اخیستي ده.
په دغو حملو کښې په بې د فاع کلیو، ښوونځیو، عبادت ځایونو او بازارونو باندې حملې وشوې او زرګونو ملکي وګړي ووژل شول.
۲ د نیک لونګ(Neak Luong) کلي تباه کیدل
په نولس سوه درې اویایم میلادي کال کښې د امریکا بي دوه پنځوس بم غورځونکي الوتکې په غلطۍ سره په نیک لونګ(Neak Luong) کوچني ښار بمباریانې وکړې.
په دغو بمباریو کښې څه د پاسه یوسل دیرش کسان مړه او سلګونو نور ژوبل شول.
دغه پیښه په کامبوډیا کښې د امریکا د پوځي غلطیانو یوه تر ټولو غمیزناکه پیښه پيژندل کیږي.
۳ د کامبوډیا د میلیونونو خلک کډوالیدل
د امریکا پرله پسې بمباریانې سبب شوې چې د کامبوډیا څه د پاسه دوه میلیونه خلک له خپلو کورونو ووځي او نورو سیمو ته پناه یوسي.
دغه کډوالۍ د کامبوډیا ټولنیزې او اقتصادي بیخ بنایانې فلج کړې او د انسان کړکیچ زمینه یې برابره کړه.
د کامبوډیا په سیاسي بې ثباتۍ کښې د امریکا رول
د امریکا د حملو له کبله بې ثباتۍ د کامبوډیا د هغه وخت د حکومت د دړې وړې کیدا او د قدرت د خلا(تشې) د رامینځته کیدا او د «پل پوت» په مشرۍ د «سرو خمرو» د رژیم واک ته د رسیدا سبب شوه چې وروسته د تاریخ د یوې تر ټولو سترې نسل کشۍ سبب شوه.
دغه ډلې د کامبوډیا څه د پاسه دوه میلیونه خلک ووژل.
ډیرې شناندي باوري دي چې په کامبوډیا کښې د امریکا جنایتونو د «سرو خمرو» واک ته د رسیدا او د میلیونو کامبوډیانو د وژل کیدا لپاره ضروري زمینه برابره کړه.
نتیجه:-
په کامبوډیا کښې د امریکا جنایتونه د پوځي تیري ښکاره بیلګه او په شلمې میلادي پیړۍ کښې د بشري حقوقو خلاف ورزۍ ده.
دغو اقداماتو نه یوازې زرګونو بې ګناه انسانان ووژل بلکې تر لسیزو لسیزو پورې یې د کامبوډیا سیاسي او ټولنیز راتلونکي هم تر اغیز لاندې وروست.
د دغو جنایتونو په مقابل کښې نړیواله چوپتیا د ځواب د ورکولو او د عدالت په نړیوالو نظامونو کښې د بیاکتنې د ضرورت ښودنه کوي.