بقايي: ایران او انډونیشیا د دوه اړخیزو همکاریو لوړولو ته هوډمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i166536-بقايي_ایران_او_انډونیشیا_د_دوه_اړخیزو_همکاریو_لوړولو_ته_هوډمن_دي
پارس ټوډی – د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تهران کښې د انډونیشیا له سفیر سره د خپلې کتنې خبر ورکړ او دغه خبرې اترې یې صمیمي او ګټه ورې وبللې.
(last modified 2025-10-29T23:32:48+00:00 )
Oct 30, 2025 04:01 Asia/Kabul
  • بقايي: ایران او انډونیشیا د دوه اړخیزو همکاریو لوړولو ته هوډمن دي

پارس ټوډی – د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تهران کښې د انډونیشیا له سفیر سره د خپلې کتنې خبر ورکړ او دغه خبرې اترې یې صمیمي او ګټه ورې وبللې.

اسماعیل بقايي د ایران لپاره د انډونیشیا له سفیر سره د خپلې کتنې په خبر سره ټینګار وکړ: ایران او انډونیشیا د طرفینو د دلچسپۍ وړ ټولو زمینو کښې د دوه اړخیزو ملګرتیاو د زیاتولو هوډمن دي.

ښاغلي بقايي په ایکس شبکه کښې د انډونیشیا له سفیر رولیان شاه مومیرات سره خپلې کتنې ته په اشارې سره ولیکل: د ایران او انډونیشیا ترمینځ د سفارتي اړیکو د ټینګښت د پنځه اویایمې کلیزې په درشل کښې مو د دغه هیواد له سفیر سره صمیمي او ګټه ورې خبرې اترې وکړې.

بقايي ټینګار وکړ: ایران او انډونیشیا د طرفینو د دلچسپۍ وړ ټولو برخو کښې د دوه اړخیزو همکاریو لوړولو ته هوډمن دي.