عراقچي: خپل توغندي مو په ریښتینې جګړه کې و ازمویل
پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: موږ د صهیونیسټي رژیم له لورې پر ایران له دولس ورځنۍ جګړې څخه ډېرې تجربې ترلاسه کړې او خپل توغندي مو په ریښتیني جګړه کې وازمویل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر«سید عباس عراقچي» له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې پر دې باندې په ټینګار سره چې تهران د صهیونیسټي رژیم له خوا د هر ډول دښمنانه چلند تمه لري وویل چې ایران د هر احتمال لپاره هم چمتووالی لري.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، عراقچي زیاته کړه: موږ له دولس ورځنۍ جګړې څخه ډېرې تجربې ترلاسه کړې او خپل توغندي مو په ریښتیني جګړه کې وازمویل. که صهیونیسټي رژیم په تېري کوونکي اقدام لاس پورې کړي، نو د هغه لپاره به سختې پایلې ولري.
عراقچي ټینګار وکړ: موږ په ټولو کچو کې تر ټولو زیات چمتووالی لرو او اسرائیل به په راتلونکې هره جګړه کې بله ماتې وخوري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: اسرائیلو هڅه وکړه چې د سیمې جګړه د ایران د تېلو تاسیساتو په نښه کولو سره پراخه کړي. موږ په عالي ډول له اسرائیلو سره جګړه اداره کړه او په سیمې کې د هغې د پراخېدو مخه مو ونیوله.
هغه زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم د امریکا له شنه څراغ پرته، پر ایران د برید امکان نه درلود او د ایران پر وړاندې یې کومه جګړه نه پیلوله. نتنیاهو جنګي جنایتکار دی او د سیمې هېوادونو لپاره ثابته شوې چې ریښتینی دښمن اسرائیل دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: د خپل توغنديز پروګرام په اړه به خبرې ونه کړو او هېڅ عاقل به ونه مني چې بې وسلې شي. د یورانیمو غني کولو بندول ممکن نه دي او هغه څه چې په جګړې سره نه اخیستل کېږي په سیاست نه شي ورکول کېدای. سید عباس عراقچي دوام ورکړ: له واشنګټن سره مستقیمو خبرو ته لېوالتیا نه لرو او د غیرمستقیمو خبرو له لارې کولای شو تړون ته ورسېږو.
عراقچي همداراز یادونه وکړه چې ایران د خپل اټومي پروګرام پر سوله ییز والي ټینګار لري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسنپ بک په اړه هم وویل: د اروپايي هېوادونو له خوا د ماشې میکانیزم فعالول غیرقانوني دي او پر ایران د بندیزونو په اړه نړیواله اجماع نشته. د ایران لومړیتوب له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کول دي او له لوېدیځ سره له هر ډول امر پرته تعامل ته چمتو یو.