ایلام ولایت؛له لویې پټې شتمنۍ سره د ایران د انرژئ مرکز
پارس ټوډي- د ایران د اسلامی جمهوریت ولایت ایلام، چې تر ټولو کم نفوس لرونکی ولایت دی، خو د ایران د تیلو او سونګو دریم لوي ډېپو او د طبیعو ګیسو دوهم لوي ډېپو لري.
په ایلام و لایت کې د ۴ ملیارډ ډالرو په ارزښت پرمختللي پلانونه فعال دي او د خصوصي سکټر د پانګونې هرکلی کېږي، چې هدف ئې د انرژئ د بنسټیزو جوړښتونو ښه کول او لوړول دي.
د پارس ټوډي دپریس ټي وي له قوله راپور سره سم راپور ورکړل شوی دی، جغرافیائي موقعیت او د انرژي شتمنئ، د ګاونډي عراق هیواد ته د طبیعي ګیسو د صادراتو لپاره د انرژۍ په یوه مرکز باندې د بدلولو امکان برابر کړی دی، عراق؛ هغه هېواد چې د کورني برېښناکوټونه ئې له ایرانه د ګیسو وارداتو سره ډیر اړونده دی .
ایلام ولایت د ایران په لوېدیځ کې او له عراق سرحد سره نږدې موقعیت لري او د انرژئ د تولید لپاره په تیره بیا د اومو تیلو استخراج او طبیعي ګاز پرمختګ کې یوه اساسی سیمه ګڼل کېږي،.
د دغه ولایت اقتصاد په عمده ډول کرهڼه ده اود مالدارئ او صنعت په محدوډول فعالیتونه پکې کېږي. د ۱۳۹۵ لمریز کال سرشمیرنو له مخې، ایلام ولایت د ایران د داخلی اومو تولیداتو کابو ۱ فیصده برخه ځان ته بیله کړې ده او او له ۳۱ ولایتونو څخه په ۲۶م ځای کې ځایګې پر ځای دی.
په هغه وخت کې، د ولایت نفوس کابو ۵۸۰ زره کسان وو او له دې پلوه د ایران تر ټولو کوچنی ولایت ګڼل کېده؛ چې څه باندې ۵۵ زره کروندګر او ۳،۳۵۰ صنعتي کارګران لري.
په ولایت ایلام کې د انرژئ برخه د هغو د اقتصاد یوه اصلي ستونزه ده او د هیواد د تېلو او ګازو په لویو ډېپوګانو بندې په تکیې سره چې د هېواد په تر ټولو لویو ډېپوګانو کې ځای لري، وده کړې ده.
ایلام ولایت د هایډروکاربن لویې سرچینې لري چې ۱۷ ملیارډ بیرل تېل پکې شامل دي چې ۱۱ سلنه ئې د ایران د تېلو له ډېپوګانو څخه جوړوي او له خوزستان او بوشهر وروسته په دریم ځای کې دي.
همدارنګه دا ولایت ۱۴ ټریلیّن مکعب میټره طبیعي ګاز لري چې د ایران د ګازو د ډېپوګانو ۶ سلنه برخه جوړوي او په بوشهر کې د پارس جنوبي ګازي ساحې وروسته په دوهم ځای کې دی.
په ایلام ولایت کې د تېلو او ګیسو له مهمو ساحو څخه چې په دهلران او جنوبي آبادان کې چشمه خوش، دانا، دانان او آذر ته اشاره کولای شو، په داسې حال کې چې نورې سیمې لکه دره بېجار هم اکتشافي پوټینشل لري.
ایلام هره ورځ کابو ۱۵۴ زره بیرل اومه تېل تولیدوي چې په عمده ډول له چشمه خوش ساحې څخه استخراج کېږي او د جنوبي هېواد چاڼځایونو ته د پایپ لاینونو له لارې منتقلېږي.
د چشمه خوش ساحه چې د دهلران ښار جنوب کې په کابو ۵۰ کیلومیټرئ کې موقعیت لري، په ۱۳۴۳ لمریز کال کې کشف شوې او د هغې تجارتي تولید په ۱۳۵۴ کال کې کې پیل شوی .
له دغې ساحې څخه ویستل شوی خام تېل په چشمه خوش یونټ کې پروسس کېږي او د یوه ۱۵۳ کیلومیتره اوږد پایپ لاین له لارې په خوزستان ولایت کې د اهواز ۳ عملیاتي کمپلیکس ته منتقلېږي.
په پای کې، دا تېل په بوشهر ولایت کې خارګ ټرمینل ته د چاڼ لپاره یا نړیوالو بازارونو ته د صادرولو لپاره لېږدول کېږي.
په وروستیو کلونو کې، د تېلو او ګیسو د دوو پروژو پراختیا ئي پلانونه چې نومونه ئې دانا او دانان دي، د ملي پرمختګ له بسپنې (NDFI) څخه په کابو ۱۳۵ ملیون ډالري پانګونې سره پیل شوي دي.
اټکل کېږي چې د یوې لوئې تېلي پروژې په پیلولو سره، په دانان پلیټ فارم کې د اومو یا خامو تېل تولید په ورځ کې له اتو زرو بیرولو څخه نولس زره بیرلو ته زیات شي.
آذر ساحه چې په ګډه له عراق سره (د بدرې نوم سره) ګټه اخیستل کېږي، د ۲.۵ ملیارډ بیرلونو لوی تېل ډېپو لري او له ۲۰۱۷ راهیسې په تولید کې ځای پر ځای شوې ده.
د دې ساحې یا پلیټ فارم لومړنی تولید په ورځ کې له پنځلس زره بیرلونو پیل شو او د پرمختګي پلان له بشپړیدو وروسته، په ورځ کې پنځه شپیته زره بیرلو ته زیات شوی دی.
په دره بېجار کې درې کلنې اکتشافي پروژې چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې پیل شوې، د ګیسو د لاس نه خوړولو ډېپوګانو په لټه کې دي. دا پلان چې د ملي پرمختګ صندوق مالي ملاتړ سره اجرا کېږي، د ایلام د ستراتیژیک اهمیت ښودنه کوي چې د ایران د انرژئ سرچینو د ډولونو په پروګرام کې ځای لري.
د ایلام ګیسو پلیټ فارم او سرچینه د پایپ لاینونو له لارې له ملي چینلونو سره وصل دی، که څه هم د هغو بنسټیز جوړښتونه د هېواد د انرژئ ساحلي مرکزونو د عسلویه، آبادان، ماهشهر او بندر امام خمینی د پیلیټ فارمونو په نسبت ښه پرمختګ نه دی کړی .
پر ګیسو سربیره ؛ دغه ټولګه هره ورځ ۴۰۰ ټنه ایتان، ۶۷۰ ټنه مایع ګیس (LPG)، ۲۵۰ ټنه گوګړ او ۴ زره بیرله دګیسو میعانات تولیدوي.
په ۲۰۲۴ کال کې ، د ایلام ولایت د ایران په ۱.۱۶۹ ملیارډ ډالري صادراتو کې برخه درلودلې چې د انرژئ محصولاتو پکې لویه ونډه درلوده.
د انرژئ د تجارت د اسانولو لپاره د سرحدي بنسټیزو جوړښتونو د ښه کولو پلانونه د اجرا په حال کې دي؛ ځکه چې ایلام ولایت له عراق سره ۴۲۵ کیلومیټره ګډ پوله لري، د تېلو او ګازو د صادرولو د مرکز په بدلیدو کېدو پوټینشل لري.
ایران هره ورځ تر ۵۰ میلیون مکعب میټره ګیس عراق ته صادر وي چې د مقدار ئې د عراق د اړتیاوو له مخې بدلېږي. دا ګاز د عراق د برېښنا په چمتو کولو کې حیاتي رول لوبوي او د انرژئ د بحرانونو مخه نیسي.
پنځه کلن تړون چې په ۲۰۲۴ کې لاسلیک شوی او هر کال کابو ۶ ملیارډ ډالره ارزښت لري، د ګیسو د دوامداره چمتو کولو تضمین کوي او په عراق کې د برېښنا ئي بحران مخه نیسي.
د ایران د تېلو وزارت په ۲۰۲۱ کې په ایلام ولایت کې د انرژئ د پروژو لپاره ۴ ملیارډ ډالري پانګونه د اړوندو شرکتونو او خصوصي سکتور له لارې اعلان کړه.
د فوسیلي سونګو د صنعت تر څنګ، ایلام ولایت د هیواد د انرژئ په برخې کې اهمیت لري ځکه چې سیمره بند یا ډیم همدلته موقعیت لري؛ دا بند یا ډیم درې فرانسیس ټرباینونه لري چې هر یو ۱۶۰ میګاوات قوت لري او ۴۸۰ مګاوات برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د جغرافیایي او اقلیمي شرایطو له امله، ایلام ولایت هم د نوي کونکو انرژيو په پرمختګ کې لوړ پوټینشل لري،په ځانګړي ډول په لمريزې او بادي برخو کې.
که څه هم اوس مهال د تجدیدي انرژيو ونډه د ولایت په برېښنائي تولید کې ټیټه ده،خو په ځینو سیمو کې،لوړ لمریزې وړانګې او مناسب باد وېش مثالونه دا ئې د لمري او بادي برېښنا کورنیو د جوړولو لپاره مناسب ځای جوړوي.
همدارنګه د آبی بریښنا او بایوماس ( ژواک چاپيریالي) سرچینې هم په ولایت کې موجودې دي چې د ډولوالي او د خصوصي پانګونې د جذبولو لپاره نور فرصتونو برابروي.