په کیش ټاپو کې د ایران د ښځینه موسیقي فسټیوال ترسره کېدل
پارس ټوډې - دکیش د موسیقۍ پنځم فسټیوال د «د ایران د ښځینه موسیقۍ فسټیوال» په نوم ترسره شو.
د ایران ښځینه موسیقۍ فسټیوال چې له تېرې سه شنبې څخه د ایران په جنوب کیش ټاپو کې پیل شوی وو، تېره شپه د غوره ډلو په اجرا سره پای ته ورسېد او د دې فسټیوال په پای کې غوره ډلې وستایل شوې.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، په دې فسټیوال کې چې د کیش کلتوري اونۍ په مناسبت د ایران موسیقي کور او د کیش آزادې سیمې سازمان په همکارۍ ترسره شو، د ایران له بېلابېلو سیمو څخه ۸۷ موسیقي ډلو ګډون درلود چې په دوو جلا تالارونو کې یې اجرا وکړه.
د دې هنري غونډې په پای مراسمو کې، د مازندران ولایت د ښځینه موسیقي ډلې مشره عاطفه مقيمي، د نامداري (قشقايي) ښځینه موسیقي ډلې مشره ساناز نامداري، د شمال خراسان (شیروان) د آوای ښځینه موسیقي ډلې مشره زهرا عباشي ميركوهي، د بوشهر ولایت د ليانا ښځینه موسیقي ډلې مشره ليانا شريفيان، د لرستان ولایت د سورنای ښځینه موسیقي ډلې مشره ميترا استغفاري د افتخاري ډیپلوم او د ستاینلیک په ورکولو سره وستايل شوې.
همدارنګه په دې مراسمو کې، د خراسان ولایت د سرو ښځینه موسیقي ډلې مشره «ياسمین تنها»، د قوچان د ژناوای ښځینه موسیقي ډلې مشره اعظم جوانبخت، د کردستان ولایت د کیژان ښځینه موسیقي ډلې مشره روژينا وحيدي پور، د تبریز د پارلا موسیقي ډلې مشره ماري ازداني او د بوشهر ولایت د ایرن ښځینه موسیقي ډلې مشره مریم اميري وستايل شوې.