نړیوالې رسانئ؛ کله چې د امریکا GBU بمونه په ایرانيو  وسلوبدلیږي شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168182-نړیوالې_رسانئ_کله_چې_د_امریکا_gbu_بمونه_په_ایرانيو_وسلوبدلیږي_شي
پارس ټوډي – د سيمې ځينې رسنۍ وائي چې دلبنان حزب‌الله  د امریکا د GBU-39B بم انځورونه او پرزې ایران ته سپارلې دي، او ایران غواړي د دغه بم د نفوذ او هدایت وړتیا د «فتاح» نومې هایپرسونیک توغندیو په سرګلوله(میرمي) کې ولګوي .
(last modified 2025-12-07T07:05:30+00:00 )
Dec 07, 2025 11:33 Asia/Kabul
  • نړیوالې رسانئ؛ کله چې د امریکا GBU بمونه په ایرانيو  وسلوبدلیږي شي

پارس ټوډي – د سيمې ځينې رسنۍ وائي چې دلبنان حزب‌الله  د امریکا د GBU-39B بم انځورونه او پرزې ایران ته سپارلې دي، او ایران غواړي د دغه بم د نفوذ او هدایت وړتیا د «فتاح» نومې هایپرسونیک توغندیو په سرګلوله(میرمي) کې ولګوي .

د یمن په انصارالله پورې تړلې ټیلیویژني چینل  «المسیره» تازه راپور ورکړی،په تېرې میاشتې  کې د حزب‌الله د لوړپوړي غړي، د اسرائیلو لخوا د هيثم الطباطبايي، د ترور د ناکامې ترهګریزې هڅې وروسته، یو امریکائي GBU-39B ګائيډيډ او کم‌قطر لرونکی بم چې نه ؤ چاودېدلی، د حزب‌الله امنیتي یونټ فوري  ورڅخه  انځورونه او فلمونه جوړ او  هغه ئې هم شنډ کړ،او د هغه مهمې برېښنائي برخې د مهندسي معکوس لپاره ایران ته ولېږل شوې؛ د دې کار له امله واشنګټن سخت غوسه شوی او له لبنان  څخه ئې د بم د  باډئ د بېرته ستنولو غوښتنه  کړي ده!

په تېر جون  میاشت کې هم امریکا د ایران په  ایټمی تاسیساتو باندې برید کړی او له درنو «سنگر‌شکن» بمونو GBU-57 څخه ئې کار واخیست، چې د «مادر بمونو» په نوم هم پېژندل کېږي او وزن ئې ۱۳ ټنه دی؛ له دغو بمونو ئې یوه  عمل ونه  کړ  او د ایران د دفاع وزارت د متخصصینو لاس ته ولوېد. دا تایید شوې چې تهران د دغه ۱۳  ټنه دروند بم مهندسي معکوس کړې ده؛ که څه هم ایران د GBU-57 نسخه کاپي کړې، خو د هغه ډېر دروند وزن ئې کارونه محدودوي، خو د سپک GBU-39B (چې کابو  ۱۰۰ کیلوګرامه وزن لري) ترلاسه کول چې حزب‌الله لېږلی، د ایران د توغندیو  د نظرئې  او ډاکټریّن لپاره خورا مهم بلل کېږي.

المسیره زیاتوي: ایران اراده لري چې د دغه بم د نفوذ او هدایتونکی یا ګائيډيډ ټیکنالوژي د خپلو بالسټیک سرګلولو په جوړښت کې وکاروي. د ایران پوځي انجنیئرانو دا مهال داسې یوه جنګي سرګلوله پلان  کړې چې د GBU-57 له نمونې سره ورته ده، اوپه  ۱۴۰۰ کیلومیتره واټن لرونکي «فتاح» نومې  هایپرسونیک/ بالستیک توغندي  هم د لګیدو وړ ده.

همدارنګه پر یوې پرمختللې نسخې کار روان دی چې د «خرمشهر-۴» نومې توغندي (د ۲۰۰۰ کیلومتره واټن لرونکی) لپاره نصبېږي. د میداني ازموینو له مخې، د ایران دغه سرګلوله اوس مهال لږ تر لږه تر ۲۰ میترو پورې د وسلوالې کنکریټي بیخ بینائي تاسیساتو  په مینځ کې د نفوذ وړتیا لري، په داسې حال کې چې د امریکايي اصلي نسخې لوي  نفوذکابو  ۶۰ میتره دی.

یادونه کېږي چې تر دې مخکې د هاآرتص ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي و چې ایران د نوې  ماډل  سنګرشکن توغندیو ټیکنالوژي ترلاسه کړې چې تر ۱۰ میترو پورې په وسلواله کنکریټ کې د نفوذ وړتیا لري.