د ایران غیرتیلي بهرنۍ سوداګري ۷۶٫۵ میلیارد ډالرو ته ورسېده
پارسټوډې – د ایران د ګمرک د وروستیو احصایو له مخې، په ۸ میاشتو کې د ایران غیرتیلي بهرنۍ سوداګري له ۷۶٫۵ میلیارد ډالرو څخه زیاته شوې ده.
د ایران ګمرک د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې اعلان وکړ: د روان کال په ۸ میاشتو کې د ایران بهرنۍ سوداګري ۱۳۱ میلیون او ۵۴ زره ټنه وه چې ارزښت یې ۷۶ میلیارد او ۵۳۷ میلیون ډالرو ته رسېږي.
د پارسټوډې د راپور له مخې، دا کچه بهرنۍ سوداګري د وزن له پلوه ۱٫۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
په راپور کې راغلي: په همدې موده کې د ۱۰۵ میلیون او ۲۳۱ زره ټنه بېلابېل توکي، چې ارزښت یې ۳۶ میلیارد او ۹۹۷ میلیون ډالر دی، بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د وزن له مخې ۱٫۱۷ سلنه زیاتوالی لري.
د دې راپور له مخې، د روان کال په ۸ میاشتو کې ۲۵ میلیون او ۸۲۳ زره ټنه توکي، چې ارزښت یې ۳۹ میلیارد او ۵۴۰ میلیون ډالر دی، ایران ته وارد شوي دي.