د ایران د علمي تولید ونډه په نړۍ کې څومره ده؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169270-د_ایران_د_علمي_تولید_ونډه_په_نړۍ_کې_څومره_ده
پارس‌ ټوډی – ایران نن ورځ د نړۍ په علمي تولید کې یو له مهمو لوبغاړو څخه دی.
(last modified 2026-01-06T10:25:51+00:00 )
Jan 06, 2026 14:51 Asia/Kabul
  • د ایران د علمي تولید ونډه په نړۍ کې څومره ده؟

پارس‌ ټوډی – ایران نن ورځ د نړۍ په علمي تولید کې یو له مهمو لوبغاړو څخه دی.

د نړیوالو معلوماتو لکه د سکاپوس (Scopus) او ویب آف ساینس (Web of Science) د معلوماتو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت په تېرو شلو کلونو کې په نړیوال علمي تولید کې یوه مخکښه ونډه ترلاسه کړې ده.

د پارس‌تودي د راپور له مخې، ایرانی څېړونکي هر کال په زرګونو مقالې په معتبرو نړیوالو ژورنالونو کې خپروي او ایران د نړۍ د شلو لومړیو علمي قدرتونو په کتار کې ځای لري.

د سسیمګو ژورنال رینک (SJR) د شاخص له مخې، له ۳۷۵ زیات ایرانی علمي ژورنالونه د طب، انجنیري، بنیادي علومو او انساني علومو په برخو کې په نړیوالو معلوماتي بانکونو کې ثبت شوي دي.

دا پراخ شتون د ایران د علمي ټولنې د هڅو څرګندونه کوي چې غواړي د دې هېواد مقام په نړیوال علمي ډګر کې لوړ کړي.

همدارنګه د ایران ملي علومو بنسټ ښيي چې د دې هېواد علمي تولید په وروستیو کلونو کې په زیاتېدونکي توګه پرمختګ کړی دی او یوازې په ۲۰۲۰ کال کې د دې بنسټ په ملاتړ ۱۷۸۲ مقالې په نړیوالو معلوماتي بانکونو کې خپرې شوې دي.

دا ارقام ښيي چې ایران د سیاسي او اقتصادي محدودیتونو په مقابل کې خپل علمي پرمختګ په ځواکمن ډول دوام ورکړی دی.

په همدې اړه، د ایران د پوهنتونونو د ولی فقیه د استازیتوب رئیس حجت‌الاسلام مصطفی رستمي،  وویل: د ایران علمي پرمختګ نن ورځ د انقلاب د بریا د مخکې په پرتله ۲۰ ځله زیات شوی او نږدې ۲٪ ته رسېدلی دی، یعنې د نړۍ له هر ۱۰۰ خپرو شویو علمي مقالو څخه شاوخوا ۲ مقاله د ایرانی څېړونکو لخوا تولیدیږي.