د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170060-د_ایران_او_قطر_د_بهرنیو_چارو_وزیرانو_ټیلیفوني_خبرې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، او د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، په یوه ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو او نړیوالو بدلونونو په اړه نظرونه تبادله کړل.
(last modified 2026-01-28T01:28:33+00:00 )
Jan 28, 2026 05:57 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، او د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، په یوه ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو او نړیوالو بدلونونو په اړه نظرونه تبادله کړل.

په دې اړیکه کې، دواړو لورو د ګډو ګټو په ټولو برخو کې د همکاریو د دوام او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراخولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

همدارنګه، د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې او نړۍ وروستیو تحولاتو ته په اشارې سره، د سیمې د ثبات د ساتنې او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.