د اسلامی انقلاب د بریالیتوب۴۷کلیزه دې پر ټولو مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170614-د_اسلامی_انقلاب_د_بریالیتوب۴۷کلیزه_دې_پر_ټولو_مبارک_وي
د تهران ریډیو درست کارکونکي  د یوم ا... د ولولناکې او پرتمینې ورځې په  مناسبت د نړئ درستو پتمنو په تیره بیا د ایران انقلابی او شجاع ولس ته د زړه له کومې مبارکي وائي.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Feb 11, 2026 06:06 Asia/Kabul
  • د اسلامی انقلاب  د بریالیتوب ۴۷کلیزه
    د اسلامی انقلاب د بریالیتوب ۴۷کلیزه

د تهران ریډیو درست کارکونکي  د یوم ا... د ولولناکې او پرتمینې ورځې په  مناسبت د نړئ درستو پتمنو په تیره بیا د ایران انقلابی او شجاع ولس ته د زړه له کومې مبارکي وائي.

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولس د خپل اسلامی انقلاب د ۴۷ کلیزې په مناسبت د شکرانې په توګه بیګا د شپې مهال په نهو بجو د خپلو کورونو،جوماتونو، ودانیو او امامباړو په چتونو او په پارکونو کې د«الله‌اکبر»  چغې پورته کړې   او دخداي شکر ئې ادا کړ.

زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکوي، د ایران  د اسلامی  جمهوریت  مقاومت کوونکي، په صحنې کې تل حاضر  او انقلابی  ولس ، هر کال د سلواغې د   ۲۱  په شپې د اسلامی انقلاب د کلیزې د شکرانې پر مهال او د هغه قدرت چې نن سبا ورڅخه  برخمن دی، د ۵۷ ۱۳  لمریز کال د سلواغې د  میاشتې  د تکبیرونو د یادونې په موخې  سره د خپلو کورونو،  جوماتونو  او د امامباړو له بامونو  څخه  د «الله‌اکبر»چغې پورته کوي چې دغه آسماني آواز د ایران ټولو ملي رسنیو،ټيلویژني او خبري  چینلونو له خوا خپریږي.

Image Caption

 همداراز د الله‌اکبر   د چغو له پورته کولو سره همهاله  د درست  ایران په آسمان کې، د روښنایۍ  او آتش بازئ ولولناکې دستورې هم ترسره کیږی،  او د خداي شکر ادا کوي.

 د یادولو ده چې د سلواغې  د میاشتې د ۲۲  نیټې یعني د یوم ا... ولولناکې او پرتمینې میلیوني دستورې په درست ایران کې په تیره بیا په تهران   کې په یوه وخت نن سهار له نهو بجو څخه  ترسره کیږي او د ایران او نورو هیوادونو  کابو  ۷۷۰۰ خبریالان دغه دستورې راپوروي.