فعاله ډيپلوماسۍ؛ د ایران اټومي دوسیه پوځي حل لاره نلري
پارس ټوډی- د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا مشر «جلال دهقاني فیروز ابادي» ټینګار وکړ چې د دولس ورځني جنګ تجربې په واشنګټن باندې د تهران بې اعتمادۍ زیاته کړې ده خو د خبرو میز ته د امریکا بیرته ورستنیدل ښودنه کوي چې د اټومي موضوع د حل لاره یوازې ډیپلوماټیکه ده.
د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا مشر «جلال دهقاني فیروز ابادي» د ایران د محصیلینو له خبري اژانس (ایسنا) سره په مرکه کښې په مسقط کښې د امریکا او د ایران د غیر مستقیمو خبرو اترو د نوي پړاو ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل:د دولس ورځني جنګ تجربې او د ایران په اټومي مرکزونو حملې د خبرو اترو سیاسي او رواني فضا ډیره درنه کړې ده او په امریکا باندې د بې اعتمادۍ سویه یې زیاته کړې ده.
د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا مشر «جلال دهقاني فیروز ابادي»وویل په تیرو خبرو کښې دغه تصور موجود و چې امریکا کولای شي له ایران سره د موافقې نه د کولو په بڼه کښې له پوځي لارې استفاده وکړي، خو همدا اوس د واشنګټن لپاره روښانه شوې ده چې د ایران اټومي پروګرام پوځي حل لاره نلري.
د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا مشر «جلال دهقاني فیروز ابادي» په دې خبرې سره چې امریکا اوس بیا خبرو اترو ته مخه کړې ده ډاګینه کړه: دا په خپله یوه بریا ده او ښودنه کوي چې مقابل لوری د ډيپلوماټیکې حل لارې په ضرورت پوه شوی دی، که څه هم باید په احتیاط او د تر ټولو بدو سناریوګانو په نظر کښې نیولو سره مخ ته لاړ شو.
د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا مشر «جلال دهقاني فیروز ابادي» په دې خبرې باندې ټینګار سره چې «میدان او ډيپلوماسۍ د یوې سکې دوه مخونه دي» زیاته کړه اصلي دفاع د دفاعي توان له لارې لاس ته راځي خو ډيپلوماسۍ هم دفاعي رول لري او باید دا دواړه شیان یوبل ته معطل پاتې نشي.
د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا مشر «جلال دهقاني فیروز ابادي» دغه راز عمان او قطر ته د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا د مشر علي لاریجاني سفر د مرکچیانو د دریځونو د پیاوړي کولو په لړ کښې وباله او ویې ویل:د خبرو اترو په هکله د ایران د تر ټولو لوړ امنیتي مقام سلامشورې د اهمیت وړ، د ډاډ وړ او د اعتماد د رامینځته کولو وړ دي او ښودنه کوي چې ایران په انسجام او په یو غږ سره د ډيپلوماسۍ په لاره کښې حرکت کوي.
د ایران د بهرنیو اړیکو د شورا مشر «جلال دهقاني فیروز ابادي» د سیمې د هیوادونو د رول په هکله هم ډاګینه کړه:د سیمې ډیرې هیوادونه دغه نتیجې ته رسیدلي دي چې جنګ د ټولو په تاوان دی او هغوې هڅه کوي د یوه جنګ د رامینځته کیدا مخه ونیسي؛ داسې ظرفیت چې د خبرو اترو د بهیر له پیاوړي کولو سره مرسته کولای شي.