ایران او روسیه نن په عمان سمندر کښې ګډ پوځي مشقونه کوي
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي جمهوریت او روسیې د سمندري ځواکونو ګډه سمندري مانوره نن د هند سمندر په شمال او عمان سمندر کښې ترسره کیږي چې موخه یې د سمندري ټرانسپورټ د امنیت زیاتول او له ګډو ګواښونو سره مقابله ده.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي چې د ایران او روسیې د ګډو سمندري مشقونو ویاند حسن مقصودلو وویل: دا ګډه مانوره په بندرعباس کښې د ایران د پوځ د سمندري ځواکونو د «امامت یو» نومې سیمې په کوربه توب او له عمان سمندره واخلې د هند سمندر تر شماله پورې به پراخه ساحه کښې به اجرا شي.
هغه د دغو ګډو سمندري پوځي مشقونو په وضاحت کښې خبریالانو ته وویل: د ګډو سمندري همکاریو پراختیا او د ګډو عملیاتو په پلانولو او اجرا کښې د ایران او روسیې د سمندري ځواکونو ترمینځ د اړیکو پياوړتیا، د دې مانورې ځیني نورې موخې دي.
په دې موخه د روسیې د سمندري ځواک د رالیږل شوې ډلې قومندان الیکسي سرګیُف هم په بندرعباس ښار کښې له خپل شتون څخه د خوشالۍ په څرګندولو سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د کوربه توب او میلمه پالنې قدرونه وکړه او د دواړو لورو ترمینځ په نزدې او دوستانه اړیکو باندې په ټینګار سره یې زیاته کړه: د معاملاتو او موجودو همکاریو سویه ښودنه کوي چې د یو بل ترڅنګ ډیرې ستونزې او سمندري او سواحلي ننګونې د یوبل په مرسته مدیریت کولی او هوارولی شو.