د ایران د برېښنا تولید ظرفیت ۱۰۰ زره مېګاواټو ته نږدې شوی
پارس ټوډی – د ایران د انرژۍ وزیر وایي، په تېر یوه کال کې دې هېواد د برېښنا د رسمي تولید ظرفیت کې د ۸۰۰۰ مېګاواټو زیاتوالي ریکارډ ثبت شوی دی.
د پارس ټوډی د راپور له مخې چې د صد اوسیما خبري اژانس په حواله خپور شوی، د ایران د انرژۍ وزیر عباس علیآبادي د سې شنبې په ورځ د اصفهان ولایت د برېښنا صنعت د پروژو د پرانیستې او د نوو طرحو د پیل په مراسمو کې وویل چې د ایران د برېښنا تولید ظرفیت به ډېر ژر له ۱۰۰ زره مېګاواټو واوړي.
هغه د انرژۍ د زېربناوو پر دوامداره پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:
«د راتلونکو پرانیستو پروژو په بشپړېدو سره به د ایران د برېښنا شبکه دومره پیاوړې شي چې د سیمې تر ټولو ستره شبکه به وګرځي.»
د انرژۍ وزیر د سړو موسمونو د مصرف مدیریت ته په اشارې وویل:
«تېر منی او ژمی له پلان شویو برېښنا پرېکونونو پرته تېر شول.»
عليآبادي همداراز اعلان وکړ چې په دوبي کې به شاوخوا ۷۰۰۰ مېګاواټه نوی ظرفیت ورزیات شي او څرګنده یې کړه، که د برېښنا د کاروونکو همکاري دوام ومومي، نو سیمېزو هېوادونو ته د برېښنا د صادراتو د زیاتولو امکان هم شته.