د نړۍ د انرژیو تر ټولو په مهم کرېدور کې بحران
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171218-د_نړۍ_د_انرژیو_تر_ټولو_په_مهم_کرېدور_کې_بحران
پارس تودی- په ایران باندې د صهیونیستي رژیم او د امریکا د بریدونو په دوام سره، ځینې اسیایي هیوادونه رو رو د دې شخړو له اقتصادي پایلو سره مخامخ شوي دي، په داسي حال کې چي د هرمز په تنګی کې چي د نړۍ د انرژیو له ټولو مهم کرېدور دی تېل وړونکې کښتۍ بند پاتې شوې دي.
(last modified 2026-03-04T11:00:50+00:00 )
Mar 04, 2026 15:28 Asia/Kabul
  • د نړۍ د انرژیو تر ټولو په مهم کرېدور کې بحران

پارس تودی- په ایران باندې د صهیونیستي رژیم او د امریکا د بریدونو په دوام سره، ځینې اسیایي هیوادونه رو رو د دې شخړو له اقتصادي پایلو سره مخامخ شوي دي، په داسي حال کې چي د هرمز په تنګی کې چي د نړۍ د انرژیو له ټولو مهم کرېدور دی تېل وړونکې کښتۍ بند پاتې شوې دي.

د پارس تودی له راپور سره سم، د کښتۍ چلونې ځینې شرکتونو د بیمې یا انشورنس د لګښتونو د زیاتېدو او امنیتي اندېښنو د امله، په دې اوبلارې کې تګ راتګ بند کړی دی.

د چین حکومت د هرمز تنګی د نړیوال سوداګری لپاره یوه مهمه لاره بولې او د فوځي نښتو د سمدستي بندېدو غوښتنه لري. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «مائو نینګ» د اناتولی د خبریال د پوښتنې په ځواب کې اعلان وکړ چي په دې تنګې او د هغه د چارچاپېر په اوبو کې ثبات د نړیوال تجارت لپاره مهم دی او باید د شخړو د لازیاتېدو مخه ونیول شي.

د راپورونو له مخې، له جاپان سره اړوند له ۴۰ څخه زیاتې کښتې، منجمله تیل وړونکې همدا اوس په فارس خلیج کې بند پاتې دي او لږ تر لږه درې کښتۍ بېرته ستنه شوې دي. جاپان د خپل ضرورت ۹۵ سلنه تېل له لوېدیځې اسیا څخه واردوي چي د پام وړ برخه یې د هرمز له تنګی څخه تیریږي.

مالیزیا خپلو کښتیو ته سپارښتنه کړې ده چي تر امر ثاني پورې د هرمز له تنګی څخه دې نه تیریږي. د مالیزیا د سمندري چلند ادارې د کښتیو له چلوونکو غوښتې ده چي نړیوال امنیتي خبرداری په ځېر سره تعقیب کړي او تیارسئ حالاتو کې دې ووسي.

پاکستان هم د بېړنیزو پلانونو په جوړولو باندې لګیا ده. پاکستاني چارواکې اعلان وکړ چي که روان بندون له ۱۰ څخه تر ۱۲ ورځو پورې دوام پیدا کړي، اسلام اباد به له عربستان څخه غوښتنه وکړي چي د سره سمندر د لارې دې ورته تېل واستوي.

د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د تجارت پنځمه برخه اداره کوي او دې نه ماسېوا د قطر او د اماراتو د پام وړ طبیعي ګاز هم له دې لارې صادریږي. داسي ښکاري چي د تېر کال په پرتله په یادې تنګی څخه د کښتیو په تګ او راتګ کې ۸۶ سلنه کمښت راغلی دی.