عراقچي: امریکې له ډیپلماسۍ او خپلو خلکو سره خیانت وکړ
Mar 04, 2026 12:34 Asia/Kabul
پارس ټوډی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران په وړاندې د امریکې په تګلارې باندې په نیوکې سره وویل چې ټرمپ له خپلو خلکو سره خیانت وکړ.
پارس ټوډی د تسنیم په حواله خبر ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په خپلې ایکس پاڼې باندې د امریکې د مذاکراتي سیاست په غبرګون کښې ولیکل: ټرمپ له ډیپلماسۍ او د امریکې له خلکو سره خیانت وکړ.
هغه زیاته کړه: کله چې کله چې له پیچلو ایټمي مذاکراتو سره د ځمکې وغیره د معاملې په شان چلند او بارګیننګ کیږي او کله چې ستر دروغ، حقیقتونه خرابوي، غیرحقیقت پسنده هیلې به هیڅکله پوره نه شي. نتیجه؟ د کینې او زیل له امله د مذاکرې د میز بمباري کول.
عراقچي څرګنده کړه: ټرمپ له ډیپلماسۍ او هم له هغو امریکایانو سره خیانت وکړ چې دی یې انتخاب کړی و.
ټیګونه