تختروانچي: د خپلو خلکو او حاکمیت دفاع کوو
پارس ټوډی- د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال د بډایه شویو یورانیمو او له سپینې ماڼۍ سره د اړیکې په هکله د امریکایانو د ادعاو په ردولو سره ټینګار وکړ چې ایران د خپلو خلکو او واکمنۍ دفاع کوي.
د ایرنا په حواله د پارس ټوډی د رپورټ له مخې، د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي له «ایم ایس ناو» امریکايي چینل سره په مرکه کښې وویل: هغو کسانو ته زمونږ پیغام چې اوري، دا دی چې مونږ د ځان دفاع کوو. مونږ سخت کوشش کوو چې د خپلو خلکو دفاع وکړو. دا جنګ په مونږ راتپل شوی دی او حق لرو چې خپله دفاع وکړو. دا تیري ګر جنګ مونږ نه دی غوره کړی. دا جنګ د امریکې او د اسرائیلو د رژیم انتخاب دی. مونږ په خپل پوره توان سره د ځان دفاع کوو. هغوي فکر کوه چې په یو څو ورځو کښې دا کار کوی شي خو سخته تیروتنه یې وکړه.
هغه ټینګار وکړ: مونږ د خپلو ملکي وګړو ساتنه کوو چې په غیرپوځي اهدافو باندې په ړندو بریدونو کښې سخت زخمي شوي دي. حتی د ښوونځي ماشومان هم د اسرائیلو او امریکې د بریدونو هدف ګرځیدلي دي. د یو ښوونځي کابو ۱۷۰ ماشومانې د دغو ړندو بریدونو له امله شهیدانې شوې. هغوي حتی به درملیز کدر او روغتونونو هم حملې کوي.