بقائي: امریکا د سېمې هېوادونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171314-بقائي_امریکا_د_سېمې_هېوادونو_ته_هېڅ_ارزښت_نه_ورکوي
پا‌رس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: باید ټولو ته ثابته شوې وي چې د امریکا حضور امنیت جوړوونکی او ثبات راوړونکی نه دی او یوازې په سېمه کې د ناامنۍ اثبات او د درز پیدا کول دي.
(last modified 2026-03-10T07:03:15+00:00 )
Mar 10, 2026 11:13 Asia/Kabul
  • بقائي: امریکا د سېمې هېوادونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي

پا‌رس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: باید ټولو ته ثابته شوې وي چې د امریکا حضور امنیت جوړوونکی او ثبات راوړونکی نه دی او یوازې په سېمه کې د ناامنۍ اثبات او د درز پیدا کول دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د روژې په مبارکه میاشت کې پر ایران باندې پوځي برید ته په اشارې سره خبرداری ورکړ: امریکا د سېمې هېوادونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او یوازې د اسرائیلو د ملاتړ په لټه کې ده او د سېمې هېوادونه باید د دې ورځو له پېښو څخه عبرت واخلي او اجازه ورنه کړي چې له دوی څخه ناوړه ګټه واخیستل شي.

د ایران د بهرني سیاست د برخې ویاند ټینګار وکړ: د یرغل اړوند پرېکړه لیک له مخې، هېڅ هېواد حق نه لري له بل هېواد څخه پر نورو هېوادونو باندې د برید لپار کار واخلي.

‌بقايي وویل: ملګري ملتونه او د دې سازمان عمومي منشي، د ملګرو ملتونو تر حاکمیت لاندې د ښکاره دندو په ترسره کولو کې ناکامه پاتې شو. هغوی پر ایران باندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم له برید وروسته، دنده درلوده چې دې موضوع ته په پام سره تیري کوونکي مشخص کړي، مګر داسې ونشول.

نوموړي زیاته کړه: د امنیت شورا په شدت سره د امریکا تر اغېزې لاندې ده او په داسې شرایطو کې، ایران له خپله ځانه د مشروع دفاع لپاره خپل ذاتي حق ته دوام ورکوي.