د وعده صادق په ۸۴ مه څپه کښې
د امریکې یوشمیر سونګ رسوونکې الوتکې نابودې شوې
Mar 27, 2026 17:28 Asia/Kabul
پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو برخې په یوې خبرپاڼې کښې د وعده صادق۴ عملیاتو د څلور اتیایمې څپې د اجرا خبر ورکړ.
د پارس ټوډی د رپورټ له مخې، د سیمې په هیوادونو کښې له موجودو هوايي اډو د امریکې د ترهګر رژیم له غلیمانه ګټه پورته کونې وروسته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران هوايي ځواکونو، په خپلو تازه عملیاتو کښې د امریکې د هوايي اډانې او سونګ رسوونکو الوتکو د اودریدو الخرج اډه په توغندیو او بې پایلټه الوتکو وویشته.
ویل کیږي چې په دغه ارزښتناک او اغیزناک اقدام کښې د دښمن څو سونګ رسوونکې او د ملاتړ الوتکې ویجاړې شوې او یا ورته سخت تاوان ورسید.
ټیګونه