د ډله ایز امنیت د تړون پارلیماني ټولګې د ایران ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171714-د_ډله_ایز_امنیت_د_تړون_پارلیماني_ټولګې_د_ایران_ملاتړ_وکړ
پارس ټوډی- د ډله ایز امنیت د تړون سازمان پارلیماني ټولګې په یوې بیانیې کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم له تیري سره په مقابله کښې د ایران له حکومت او ولس څخه د پیوستون په اعلانولو سره وویل: د خپلواکو هیوادونو خلاف د زور کارول یا ګواښ، د منلو وړ نه دی او دا ډول اقدامات د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.
(last modified 2026-03-28T01:10:53+00:00 )
Mar 28, 2026 05:38 Asia/Kabul
  • د ډله ایز امنیت د تړون پارلیماني ټولګې د ایران ملاتړ وکړ

پارس ټوډی- د ډله ایز امنیت د تړون سازمان پارلیماني ټولګې په یوې بیانیې کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم له تیري سره په مقابله کښې د ایران له حکومت او ولس څخه د پیوستون په اعلانولو سره وویل: د خپلواکو هیوادونو خلاف د زور کارول یا ګواښ، د منلو وړ نه دی او دا ډول اقدامات د نړیوالې صلحې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

د پارس ټودی د خبر له مخې، د ډله ایز امنیت د تړون سازمان پارلیماني ټولګې په یوې خبرپاڼې کښې وویل: مونږ د امریکې او اسرائیلو د پوځي یرغل په وړاندې د ایران د حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ضمانت په ضرورت ټینګار کوو او د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له تله غمرازي کوو.

په دغې بیانیې کښې د ایران د بې ثباته کولو په موخه له سیمې د بهرو ځواکونو د راپاروونکو اقداماتو له امله په سیمه کښې د شخړو د زیاتیدو په هکله د ډله ایز امنیت د تړون سازمان د غړو هیوادونو دپارلیمانونو ژوره اندیښنه اعلان شوې او په کښې راغلي دي: مونږ د ایران له حکومت او ولس څخه خپل ملاتړ او پیوستون اعلانوو.

د ډله ایز امنیت د تړون سازمان پارلیماني ټولګې په دغې خبرپاڼې کښې ټینګار وکړ: مونږ د زور کارول د منلو وړ نه ګڼو او یوازې د خبرواترو، متقابل احترام او د ټولو لورو ګټو ته په پام سره، د پیژندل شویو نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو د اصولو مطابق او له صلحه ایزې لارې، د موجودو اختلافاتو د هواري غوښتونکي یو.

دغه بیانیه زیاتوي: مونږ له ملګرو ملتو او د دغه سازمان له امنیت شورا غواړو چې د نړیوالې صلحې او امنیت له کمزورې کولو سره د مقابلې لپاره بیړني اقدامات وکړي.