جنرال عبداللهي: د دښمن پرمخ به د جهنم دروازې خلاصې شي
پارس ټوډی- د ایران د حضرت خاتم الانبیا علیهم السلام د مرکزي کیمپ قومندان ټینګار وکړ:د امریکا او د صهیونیسټ دښمن د تیري په بڼه کښې به د دوې ټولې بیخ بنایانې له هیڅ محدودیت پرته د ایران له ورانونکو او پرله پسې حملو سره مخامخ شي.
د پارس ټوډی سایټ د راپور پراساس د ایران د اسلامي جمهوریت د حضرت خاتم الانبیا علیه السلام د مرکزي کیمپ قومندان جنرال علي عبداللهي وویل: د ایران وسله وال ځواکونه به د ملت د حقوقو د دفاع او د ملي پانګونو د ساتنې لپاره یوه شیبه هم ځنډ ونکړي او هر تیریګر به په خپل ځاې کینوي.
هغه زیاته کړه: د امریکا او د صهیونیسټ دښمن د تیري په بڼه کښې هغه ټولې بیخ بنایانې به چې د امریکا ترهګر پوځ ترې استفاده کوي او دغه راز د صهیونیسټ رژیم بیخ بنایانې به له کوم محدودیت پرته د ایران له ورانونکو او پرله پسې حملو سره مخامخ شي.
جنرال عبداللهي ټینګار وکړ:د تپلي جنګ له پیل راهسې مو هره خبره چې کړې ده نو عملي کړې مو ده، د دغه پیغام ساده معنا دا ده چې: د تاسو پرمخ به د جهنم دروازې خلاصې شي.