د ایران سمندري محاصره، له مخکښې نه ماته خوړلی اقدام دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د سمندري محاصرې په لړ کښې د امریکې اقدام د سیمې او نړۍ په سویه د هیوادونو غبرګونونه راپارولي دي.
په ایران باندې د خپلو غوښتنو په تپلو کښې د امریکې له ناکامۍ او د اسلام آباد د مذاکراتو له بې نتیجې پاتې کیدو وروسته، د امیرکې حکومت په یو نوښت کښې ویلي چې ایران د سمندر له لارې کلابندوي. رویټرز د امریکې د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) له قوله په یو رپورټ کښې ویلي دي: «هره کشتۍ چې له اجاتنامې پرته محاصره شوې سیمې ته ننوځي یا ترې ووځي، هغه به ودرول شي، تلاشي به شي، لاره به یې بدله او یا به ونیوې شي. خو په دې محاصرې کښې به له ایران پرته نورو مقصدونو ته تلونکې یا ترې راتلونکې کشتۍ شاملې نه وي».
په دغه رپورټ کښې سمندر کچ کوونکو ته په خطاب کښې راغلي چې د امریکې پوځي ځواکونه به د هرمز تنګي په ختیځ کښې په عمان سمندر،او عرب سمندر کښې داسې محاصري عملي کړي چې د ټولو کشتیو، که هغه په هر بیرغ سره وي، تګ راتګ پکښې شاملیږي.
د امریکې دغه اقدام د سیمې او نړۍ په سویه ډیر غبرګونونه لرلې دي.
د امریکې د دغې ادعا اولنۍ اغیزه په سر کښې د انرجۍ په بازار په تیره بیا په امریکې او اروپا کښې د پټرولو په قیمت وشوه. د امریکې حکومت له دې لارې غواړي چې ایران د هرمز تنګي د کنټرول پریښودو ته اړ باسي.
امریکا د څلویښتو ورځو په بمباریو سره ونه توانیده چې هرمز اوبلاره خلاصله کړي او د اوربند غوښتنه یې وکړه. هغوي د اسلام آباد په خبرواترو کښې د خپلو سیاستونو په تپلو کښې له ناکامۍ وروسته، په ایران د دباو لپاره د یو نوښتي اقدام په توګه د ایران سمندري محاصرې ته مخه کړه خو د امریکې دا کار به هم د هغې لپاره په یوې بلې شرمناکې ماتې بدل شي او له خپلو انډیوالانو او سیالانو سره د امریکې واټن به لازیات کړي.
ټرمپ په «ټروت سوشل» ټولنیزې شبکې کښې په خپل اکاونټ باندې د یوې مقالې لینک خپور کړ چې په کښې یې سمندري محاصره، په داسې حال کښې ایران د امریکې شرطونه ونه مني، د ولسمشر د «ګټونکې پاڼې» معرفي شوې ده.
دې موضوع ته په غبرګون کښې د الجزیره شبکې پوځي کارپوه «نضال ابوزید» وویل، دا انتخاب له پوځي نظره «بیړه ناک» دی. هغه واضحه کړه چې ایران له څو هیوادونو سره پراخې ځمکنۍ پولې لري او همدا چاره لامل کیږي چې یوه سمندري محاصره په یوازې سر ضروري کانده توب ونه لري. ابوزید زیاته کړه: د ایران د ساحلونو ټول اوږدوالی ۲ زره ۴۰۰ کیلومیتره دی حال دا چې د دې هیواد ځمکني سرحدونه ۵ زره ۵۰۰ کیلومیټره دي او له پاکستان، افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ارمنستان، ترکیه او عراق سره ګډې پولې لري.
دغه کاربوه همداشان وویل : ځمکنۍ محاصره هله اغیزناکه کیدې شي چې ترکیبي وي، یعنې له هوايي بریدونو سره هممهاله اجرا شي. هغه زیاته کړه: که امریکا له دې انتخابه کار واخلي نو ایران به هم «د خاورې انتخاب» ته مخه کړي. یعنې د ګاونډي هیوادونو له لارې له محاصرې وځي او هغه ماتوي. ابوزید په پاې کښې ټینګار وکړ چې ایران به خپلو سواحلو ته نزدې د امریکايي کشتو له ویشتلو لاس وانه خلي.
د ایران د سپاه پاسداران خاتم الانبیاء قرارګاه هم په یوې بیانیې کښې د ایران د سمندري کلابندولو پلان ته په غبرګون کښې ویلي دي چې په فارس خلیج کښې به امنیت، یا د ټولو لپاره وي او یا به د هیچا لپاره نه وي او ایران کوې شي چې د یمن د حوثیانو په لاس باب المندب اوبلاره هم بنده کړي. کابو ۱۲ فیصده نړیوال تجارت له دغه تنګي څخه ترسره کیږي.
د امریکې دا فیصله د سیمې او نړۍ په کچه هم له ډیرو مخالفتونو سره مخامخ شوې ده. سعودي عربستان د امریکې د دغې پریکړې په ډاګه مخالفت وکړ. اروپايي حکومتونو هم د ایران د سمندري محاصرې په پلان کښې له ګډون سره مخالفت وکړ. او د چین دفاع وزیر د ایران د ستر سوداګري شریک په توګه امریکایانو ته خبرداری ورکړی دی.