له ایران سره د ترکیې هممپالنه شوې ده
پارس ټوډی- د ترکیې سلګونو ښاریزو د ایران له خلګو څخه د ملاتړ د اعلانولو په موخه، د بازرګان سرحد کې راغوڼد شوي دي.
د بازرګان سرحد د ایران او ترکیې تر مینځ مهمه تجارتي لاره ده. په وروستیو ورځو کې، د ترکیې په مختلفو ښارونو په تېره بیا په ختیځو ولایتونو کې د ایران په ملاتړ کې مختلفې غونډې او لاریونونه شوې دي.
د پارس ټوډی له راپور سره سم، له ۵۰۰ څخه زیاتې ګاډې د ترکیې د اغدیر ښار څخه د بازرګان د سرحد په لورې په حرکت سره، له ایران سره د پیوستون او ملاتړ اعلان کړي دي. دغه ولسي کاروان په یوه حرکت کې ځانونه تر ګوربولاغ سرحدي سیمې پورې رسولې او لاریونوالو د ایران او ترکیې د بیرغونو په رپولو سره، د ایران په ملاتړ کې شعارونه ورکړ او د ایران او ترکیې تر مینځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو او وروګلوی باندې ټینګار وکړ.
د دې لاریون په پای کې ۷۲ ترکي ښاریزو د ګوربولاغ له سرحد څخه په تېرېدو سره، ایران ته ننوتلي او له هرکلی سره مخ شوي دي.
دې سره هممهاله د ترکیې ځینې مدني او رسندویې فعالانو په تبریز کې د ایران د خلګو له لاریون سره د پیوستون په موخه د تبریز په ساعت میدان کې راغونډ شول او د امریکا او صهیونیست رژیم په وړاندې د ایران له مقاومت څخه د ملاتړ اعلان وکړ.