سیلي سټي ایراني کشتۍ د ایران سمندري حدودو ته راورسیده
پارس ټوډی- د ایران سیلي سټي نومې د تیلو کشتۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواکونو په عملیاتي ملاتړ سره، له عرب سمندره له تیریدو وروسته بیګا د ایران سمندري حدودو ته راننوتې ده.
پارس ټوډی- د ایران سیلي سټي نومې د تیلو کشتۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواکونو په عملیاتي ملاتړ سره، له عرب سمندره له تیریدو وروسته بیګا د ایران سمندري حدودو ته راننوتې ده.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، د امریکې د ترهګر پوځ د سمندري ځواک د سکوارډن له ګڼو خبرداریو او دړکو سره سره، د سیلي سټي په نامه د ایران د تیلو کشتۍ د سمندري پوځ په عملیاتي ملاتړ سره په پوره امنیت کښې، له عرب سمندره له تیریدو وروسته تیره شپه د ایران سمندري حدودو ته راورسیده او څو ساعته مخکښې د ایران په یوې جنوبي بندرګاه کښې اودریدلې ده.