په ایران کې دې جومات د ځاي حکومت په مرکز بدل شي
پارس ټوډي – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر جومات د یو ډول ځاي حکومتوَلۍ د رامینځته کېدو مرکز وباله.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د تهران ښار په یوه جومات کې د جومات محوره مرکز د لیدنې پر مهال، د دې مرکز بېلابېلې برخې وکتلې او د خلکو د فعالیتونو له پروګرامونو، عملي اقداماتو او د منظمونې له څرنګوالي څخه نږدې خبر شو.
پزشکیان په دغې لیدنې کې جومات د ځاي حکومتوَلۍ د جوړېدو مرکز وباله او د خلکو د ظرفیتونو د منظم تنظیم غوښتنه ئې وکړه.
هغه د «سیستماټیک کېدو»، «یووالي» او «د بنسټونو ترمنځ همغږۍ» پر اړتیا ټینګار وکړ او د دې ماډل د اغېزشیندنې د لوړولو لپاره یې وړاندیزونه وړاندې کړل.
داپه داسې حال کې دي چې په درست ایران کې نن سبا جومات د میلیونی شتون مرکز ګرځیدلی اوپر ایران د ا مریکا او صهیونیسټي رژيم له حملو راهسې تر دې دمه هره شپه په میلیوني شتون سره ولس د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو په ملاتړ کې د شپې مهال ولولناک لاریونونه کوي او له خپلو وسلوالو ځواکونو خپل بشپړ ملاتړ اعلانوي.