په ایران کې دې جومات د ځاي حکومت په مرکز بدل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172242-په_ایران_کې_دې_جومات_د_ځاي_حکومت_په_مرکز_بدل_شي
پارس ټوډي – د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر جومات د یو  ډول  ځاي  حکومتوَلۍ د رامینځته کېدو مرکز وباله.
(last modified 2026-04-22T10:09:31+00:00 )
Apr 22, 2026 14:33 Asia/Kabul
  • په ایران کې دې جومات د ځاي حکومت په مرکز بدل شي

پارس ټوډي – د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر جومات د یو  ډول  ځاي  حکومتوَلۍ د رامینځته کېدو مرکز وباله.

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر  مسعود پزشکیان  د تهران ښار په یوه جومات کې د  جومات‌ محوره  مرکز د  لیدنې پر مهال، د دې مرکز بېلابېلې برخې وکتلې او د خلکو د فعالیتونو له پروګرامونو، عملي اقداماتو او د منظمونې له څرنګوالي څخه نږدې خبر شو.

پزشکیان په دغې لیدنې کې جومات د ځاي  حکومتوَلۍ د جوړېدو مرکز وباله او د خلکو د ظرفیتونو د منظم تنظیم غوښتنه ئې وکړه.

هغه د «سیستماټیک کېدو»، «یووالي» او «د بنسټونو ترمنځ همغږۍ» پر اړتیا ټینګار وکړ او د دې ماډل د اغېزشیندنې د لوړولو لپاره یې وړاندیزونه وړاندې کړل.

داپه داسې حال کې دي چې  په  درست ایران کې نن سبا جومات  د میلیونی شتون مرکز ګرځیدلی  اوپر ایران د ا مریکا او صهیونیسټي رژيم له حملو راهسې   تر دې دمه   هره شپه  په میلیوني شتون سره  ولس د ایران د اسلامی جمهوریت  د وسلوالو ځواکونو په ملاتړ کې  د شپې مهال ولولناک  لاریونونه کوي او له  خپلو وسلوالو ځواکونو  خپل بشپړ ملاتړ اعلانوي.