د ایران په بریاو کې د ایت الله خامنه ای مقام ۸
علم او ټکنالوژي د یوه ولس د اقتصادي ځواک له ستنو څخه دي، یو ولس د پرمختللې ټکنالوژی او پوهې په لرلو سره، بډایه کیږي، هم سیاسي ځواک ته رسیږي او هم عزتمن کیږي، هم پیاوړی کیږي، د علم او ټکنالوژی د پرمختګ د اهمیت په خاطر دی چي زه په دې مسالې باندې حساس یم، زه بیا هم وایم: العِلمُ سُلطان، علم ځواک دی، علم قدرت دی او بیا پسې لاړ شو، پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو کې باید د علم مسالې ته زیاته توجه وکړي.
د نن ورځې خپرونه د اسلامي انقلاب د شهید رهبر په وېناو سره، پیلوو. له اسلامي انقلاب څخه وروسته د یاران د اسلامي جمهوریت له ویاړمنو لاسته راوړنو څخه، په علمي ډګرونو کې د ایران فعاله او مخ په زیاتېدونکې حضور دی، په دې زمینه کې دومره په چټکتیا سره پرمختګ شوی دی چي په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د نړۍ په کچه د اختراعاتو په برخه کې ۱۱ مقام خپل کړ، ایران په دې کال کې د ۱۰ زرو او ۲۱۰ اختراعاتو په ثبتولو سره، د ۱۳۵۹ لمریز کال په پرتله یعني له انقلاب څخه د مخکې پړاو په پرتله د اختراعاتو کچه یې ۶۰ ځله زیاته شوي ده، او حتی د اسپانیا، سوئیس، هالنډ، بلجیم او کاناډا په څېر له پرمختللي هیوادونو څخه هم مخته شوی دی.
د اسکوپوس (Scopus) او د وب آف ساینس (Web of Science) په شان د علمي ویب پاڼو په راپورونو کې ایران په وروستیو کلونو کې د علم د تولید له پلوه، د نړۍ په خورا اوچتو مقامونو کې وو، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ایران د علمي مقالاتو له پلوه د نړۍ ۱۵ مقام تر لاسه کړ. همدارنګه د ټایمز د معتبرې موسسې د وروستۍ رتبه بندۍ له مخې، په ۲۰۲۶ میلادي کال کې، د تربیت مدرس د پوهنتون د علومو پوهنځی د روغتیا او طب په ډګر کې د ۴۵۳ مقام په تر لاسه کولو سره، د نړۍ د غورو پوهنتونونو په لیکه کې شامل شو. همداشان په دې کال کې د ټایمز په رتبه بندیو کې، د طب په څانګو کې، د تهران، کرمانشاه، شهید بهشتي، تبریز او تربیت مدرس د ایران د پوهنتونونو په سر کې دي.
همدارنګه د ISC یا د ایران د علمي تولیداتو نړیوال مقام او د پرمختللي موادو د ټکنالوژیو په برخه کې اسلامي هیوادونو د موسسې د راپور له مخې، د تربیت مدرس پوهنتون بریالی شوی دی چي د استراتیژیکو موادو په مختلفو څانګو کې، وتلي ملي او نړیوال مقامونه تر لاسه کړي او د هیواد د مهمو پوهنتونونو په لیکه کې راشي.
د ایران اسلامي انقلاب له بریا وروسته، له هغو کسانو څخه چي ځانونه یې د پردیو په وړاندې بایللي وه، خپلواک او با شخصیت خلګ جوړ کړ چي وتوانېدل په خدای باندې په توکل او په خپلو کورنیو وړتیاو او استعدادونو باندې په تکیې سره، په خپلو پښو باندې ودریږي او په ډېرو برخو کې، د پام وړ بریاوې تر لاسه کړي. دغه پرمختګونه په علمي او تخنیکي برخه کې په داسي ډول دي چي له ټولو مخکنیو پېړیو سره ټوپیر لري او دا په خلګو کې د فرهنګی او علمي خپلواکۍ د بڼه اخیستلو په خاطر دی.
د ایران په خلاف د تپلې جګړې په پیلېدو سره، ګڼ شمېر محصلین او زده کوونکې جبهو ته لاړ او په ځوانانو کې په ځان باندې د باور فرهنګ، د استعدادونو د پنځېدو او نوښتګرو د ودې لامل شو، په ایران کې د پوهنتوني څېړونو مخ په زیاتېدونکې بهیر، په تېرو څو لسیزو کې، او د خوارزمي د فیسټیولونو او علمي المپیادونو او ادبي مراسمونو موجودیت، په ځان باندې د باور د فرهنګ د غوړېدو ښودنه کوي.
په علم او ټکنالوژیو باندې د شهید ایت الله سید علی خامنه ای تکیه او ټینګار د دې سبب شو چي د هغوی د رهبری په موده کې، څېړونکې او محصلین یو ډېر ښه مقام تر لاسه کړي او د طب، نانو ټکنالوژیو، ایټمي ټکنالوژیو، بنیادي حجراتو، هوا – فضا او ورته نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ وکړي، په ځینو نویو علومو لکه بنیادي حجراتو کې، لویې لاسته راوړنې، ایران یې د نړۍ تر ټولو د پرمختللې هیوادونو په لیکه کې راوسته.
جالبه ده چي اکثره دغه بریاوې، په ځوانو ماهرینو باندې د تکیې د امله تر لاسه شوي چي په دوامداره توګه د رهبری له ملاتړ او هڅونې څخه برخمن وو، په ایټمې ډګر کې د ایران پراخې لاسته راوړنې، د اصفهان، نطنز، اراک، بندرعباس او فردو ایټمي تاسیساتو له جوړولو نیولې بیا د یورانیمو د بډاینې د دوهم او دریم نسل سانټرفیوژونو پورې، منجمله د اراک د درنو ایټمې اوبو د جوړولو مرکز او ورته نورې بیلګې، ټوله، د ایراني ځوان نسل د وړتیاو بېلګې دي چي د شهید ایت الله خامنه ای د رهبری او مشری لاندې عملي شو او وښودله چي کله د یوه ازاد او خپواک ولس اراده، په یوې مسالې باندې تمرکز وکړي، د استعمارګرانو انحصارونه او فیزیکي او نفسیاتي خنډونه، د ولسونو د ارادې په ماتولو کې ناکامه دي.
د پام وړ ټکی دا دی چي علمي زده کړو ته د شهید ایت الله خامنه ای نظر، یوازې د ښه کار، ټکنالوژیو او مادي ژوند د برابرولو د امله نه وو، بلکې هغوی علمي زده کړه یې د ځواکمنتیا اصلي لامل بلله، په دې خاطر هغوی د نړۍ د نویو علمي څانګو سره د بلدتیا او په داخلي وړتیاو او استعدادونو باندې په تکیې سره، له علمي موسساتو او ارګانونو څخه معنوي او مادي ملاتړ کول او هغوی یې د چټکو بریاو په لورې هدایتول، په دې معنا چي په کمه موده کې لاسته راوړنو ته ورسیږي، یعني د نوښت له لارې
د ولسمشر د ټکنالوژیو او پوهنیزو چارو مرستیال، داکټر سورنا ستاري په دې اړه ویل: د رهبری ستر مقام به د علمي او نوښتونو د څانګو له مشرانو سره، په کتنه کې د علمي پرمختګ موضوع یې تعقیبول، هغوی لنډې لارې لکه له نوښتونو څخه کار اخیستنه یې څېړونکو ته وښودله، نوښتونه ډېر څه کولایشي، مونږ که په دفاعي او فوځي ډګرونو کې وغواړو ټانګ او تیاره جوړ کړو، د دښمن کچې ته ځان نه شو رسولای، که څه هم زیات پرمختګ مو کړی دی، لیکن تاسو وینئ چي یو کس د بې پیلوټې الوتکې په جوړولو سره، چي په دفاعي سیسټمونو کې هم نه ښکاري، دښمن په نښه کړي، دې ته وایي نوښت. نوښت هم دا شان کار له سیسټمونو سره کوي، دایې ځانګړنه ده، نوښت همهغه لنډې لارې دي چي د انقلاب رهبر تل ورته اشاره کوله، که مونږ اوس د بنیادي حجراتو او نانو ټکنالوژیو په برخه کې، مخکښ یو، د همدغو لنډو لارو په خاطر دی، ځکه چي دا علوم نوي دي او مخکې د بشریت په واک کې نه وو.
هغوی ویل: په دې وروستیو کلونو کې، د انقلاب د لومړیو په پرتله، د وړتیاو یوه وده رامینځته شوې او په ځانګړې توګه په تېرو ۲۰ کلونو کې، دغه وده ډېره جدي وه. د دې مسالې اصلي هڅوونکې هم له کلونو مخکې نه، خپله د رهبری مقام شهید ایت الله خامنه ای وو، ستاري په دې هکله خپل پلار ته د رهبری لیک ته اشاره کوي، په دې لیک کې راغلي وه: د هوایي ځواکونو په ډګر کې څېړنه بنیادي شوې ده، او لکه څنګه چي پوهیږئ، څېړنه د علمي پرمختګ بنیاد دی. کله چي وسله وال ځواکونه له دننې څخه علم او پوهې ته ملا وتړله ، دا یقیني کیږي چي خپلواکې نه یوازې یو نوم او ادعا بلکې یو حقیقت دی. زه دا ښکارنده په هوایي ځواکونو کې لیدلای شم، زه د هوایي ځواک سره اړوند له ټولو، له قومندان چي د علم او پوهې خاوند دی، د ځان بساینې د جهاد له کارکوونکو چي په ځان باندې د باور بیرغوال ، او له هر یو کس څخه چي په دې پرمختګ کې، ونډه لري، مننه او قدرونه کوم. مهمه دا ده چي لومړی په دې باندې باوري ووسئ چي اوس مو یو کار پیل کړی دی داسي فکر مه کوئ چي کار مو خلاص شوی دی، بل دا چي په دې باندې باوري ووسئ چي تر هر ځایه پورې پرمختګ کولایشئ.
د ایران د اسلامي انقلاب شهید رهبر د هیواد په علمي څرخه کې له هغو قوانینو څخه ملاتړ کول چي د ماهرینو په وېنا، که دا قوانین نه وای، اکثره کارونه مو نیمګړې پاته کېدل، د مثال په توګه، له پوه بنسټو شرکتونو څخه د ملاتړ قانون، د فرهنګي انقلاب د شورا قوانین، د ماهرینو استراتیژیک او جامع سند، د نخبګانو د ملي بنیاد منشور، کمیټې، لکه د نانو ټکنالوژیو، بایوټکنالوژیو، بنیادي حجراتو او هوا – فضا کمېسیونونه، دا ټوله د شهید ایت الله خامنه ای په امر رامینځته شوي دي.
په دې ډول په وروستیو دوو لسیزو کې، په ایران کې د علم او ټکنالوژیو بهیر ګړندی شوی او د هیواد لپاره یې د پام وړ لاسته راوړنې راوړي دي. اوس ایران د ټکنالوژیو او بنیادي حجراتو په برخه کې د نړۍ تر ټولو د ۱۰ پرمختللي هیوادونو په لیکه کې شامل دی. ایراني څېړونکې توانېدلي دي چي له بنیادي حجراتو څخه حتی د ماغزو، هډوکو او پوستکو په پیوند او د زړه د جوړښتونو په ترمیم کې کار واخلي، همداشان د اصفهان په رویان پوهنځی کې د بنیادي حجراتو کلونینګ هم تر سره شوی دی، د سترګو د قرنیې پیوند، د نو (بند ناف) د بنیادي حجراتو تکثیر، د نخاعي ضایعاتو ترمیم او د جنین د بنیادي حجراتو تولید د نویو ټکنالوژیو په ډګر کې زمونږ د هیواد له لویو لاسته راوړنو څخه دي. همدا اوس د جنین بنیادي حجرات او د کلونینګ علم هم په هیواد کې د ځایي پوهې په ډګر بدل شوی او د وزو، پوسونو او ګلګیو په شان د حیواناتو کلونینګ د دې سبب شوی دی چي ایران د بنیادي حجراتو په ډګر کې د نړۍ له مخکښو هیوادونو څخه وي.
گوینده:د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د توجهاتو په پایله کې ایران پرمختګ وکړ، په هغو ډګرونو کې پرمختګ چي له یوې خوا څخه له انقلاب څخه مخکې د لاسپوڅو او طاغوتي واکمنانو د بې پامی په خاطر، څو پېړۍ شاته پاته شوي وو، او له بلې خوا د نړۍ مستکبرینو هم په هغو برخو کې د علمي بندیز په لګولو سره، یې د پرمختګ مخه نیولې وه، لیکن لکه څرنګه چي د اسلامي انقلاب شهید رهبر ایت الله خامنه اي وفرمایل: دغې لاسته راوړنې او پرمختګونه که څه هم ډېر زیات مهم دي، لیکن په اصل کې دا مو یوازې د پیل ټکی دی، لاهم مونږ د نړۍ د علمي پرمختګ له کاروان څخه شاته پاته شوي یو، باید علمي څوکو ته ورسیږو، باید په مهمو څانګو کې د علم له اوسنیو حدودو څخه تېر شو.