قالیباف: د هرمز تنګي نوې معادله په ټینګیدو ده
May 05, 2026 12:05 Asia/Kabul
-
د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر په یو پيغام کښې ولیکل: د موجوده حالت دوام د امریکې لپاره د زغم وړ نه دی حال دا چې مونږ تراوسه حتی لا شروع هم نه ده کړې، شر به یې لرې شي.
پارس ټوډی د ایران د راډیو او ټیلیویژن د خبري آژانس په حواله رپورټ ورکړی چې د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» نن په خپل ایکس چینل ولیکل: په هرمز تنګي کښې نوې معادله په ټینګیدو ده. د کشتیو او د انرجۍ د ټرانزټ امنیت د امریکې او د هغې د انډیوالانو له خوا د اوربند په خلاف ورزۍ او د محاصرې په لګولو سره په خطر کښې لویدلی دی، البته شر به یې ختم شي.
ښاغلي قالیباف ټینګار وکړ: ښه پوهیږو چې د موجوده وضعې دوام د امریکې لپاره د زغم وړ نه ده او دا په داسې حال کښې دي چې مونږ حتی لا پيل هم نه دی کړی.
ټیګونه