په هرمز اوبلارې باندې د ایران واکمنۍ تثبیت شوه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اقتصادي چارو یوه کارپيژاند «مجید شاکري» په هرمز اوبلاره کښې د وروستیو پیښو په شننې او د ازادۍ د پروژې په توګه د دغه اوبلارې د خلاصولو لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره وویل
امریکا د متحده عربي اماراتو له اوبو څخه په استفادې کولو او د عمان په اوبو کښې په هوايي ملاتړ سره له جنګ څخه مخکې شرایطو ته د ټرانزیټ د بیرته ستنولو کوشش کاوه، خو دغه اقدام نه یوازې هرمز اوبلارې ته ارامښت ورستون نکړ، بلکې د شناندو په وینا تجارتي کشتیانې نیغ په نیغه پوځي هدفونو بدلې شوې او د ایران واکمنۍ یې تثبیت کړه.
هغه د هرمز اوبلارې د خلاصولو لپاره د امریکا له هڅې وروسته په دوشنبې ورځ د تیلو د بیو بې مخینې زیاتیدا ته په اشارې سره وویل: ایران له جنګ څخه له مخکې وخت څخه اوس په پیاوړي موقعیت کښې ورغلی او امریکا د هرمز اوبلارې د کنټرولولو لپاره په خپلې سټراټيژۍ کښې ماتې خوړلې ده.
امریکا او اسرائیلو د ایران پرضد جنګ کښې سخته ماتې خوړلې ده او اوس له متحده عربي اماراتو او نورو عربو هیوادونو سره یوځاې په فارس خلیج سیمه کښې دسیسو او غیر قانوني کارونو ته مخه کړې ده.