ایرواني: د تیري ګرو خوندي ساتل به حقوقي حقیقتونه بدل نه کړي
-
ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر ایرواني
پارس ټوډی- ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر په قاهره کښې د عرب اتحادیې د خارجه وزیرانو د غونډې ایراني ضده پریکړه لیک ته په غبرګون کښې وویل: له ځواب ورکونې د تیري ګرو خوندي ساتی به حقوقي واقعیتونه بدل نه کړي.
ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر «امیرسعید ایرواني» بیګا په قاهره کښې د عرب اتحادیې د خارجه وزیرانو په غونډه کښې د ایران خلاف پریکړه لیک ته په غبرګون کښې، د امنیت شورا پړاویز مشر او د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش ته په یو لیک کښې وویل: د حقیقتونو د اپوټه ښودلو یا له ځواب ورکولو د تیري د ترسره کوونکو خوندي ساتل به نه حقوقي حقیقتونه بدل کړي او نه به د امر خاوند مسئولان، د هغوي له ژمنو او نړیوالو پایلو څخه مبرا کړي.
ایرواني ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت یاد پریکړه لیک او په کښې لیکل شوي بې بنیاده، بې لارې کوونکي او د سیاسي انګیزي لرونکي تورونه، په پریکنده توګه او بې له هیڅ ډول شکه، مردود او باطل ګڼي. ایران دغه پریکړه لیک په زغرده جانبدارانه، له هر ډول حقیقي یا حقوقي بنیاده خالي او د یو سیاسي او له مخکښې نه د پلان شوي روایت د پرمخ بیولو لپاره یوه قصدي هڅه ګڼي.
ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر څرګنده کړه: دغه پریکړه لیک په ډاګه چورلیزي او نه انکاریدونکی حقیقت هیر کړی دی، دا چې امریکې او د اسرائیلو رژیم د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو په څرګنده خلاف ورزۍ کښې، تیري ګرې کړنې ترسره کړې دي او د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف یې غیرقانوني وسله وال بریدونه کړي دي. د دې پر ځاې، دغه پریکړه لیک کوشش کوي چې د دغه تیري ګر او غیرقانوني جنګ د قرباني هیواد په توګه په ایران باندې د حقیقت اپوټه ذمه وارۍ وروتپي چې هم د دې کار مخینې او حقیقتونه او هم د اعمال کیدو وړ حقوقي چوکاټ تحریفوي.