ایرانی ښکره وره هوسی؛ د ایران په شمال کې ملي خزانه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173140-ایرانی_ښکره_وره_هوسی_د_ایران_په_شمال_کې_ملي_خزانه
پارس تودی- د ایران زېړ ښکره ور هوسی ، د ایران په طبیعت کې یوه کمیابه خزانه ده. دا ډول چې نوم یې د دې وطن له پخوانیو ځنګلونو او ارامو دښتو سره تړلی دی.
(last modified 2026-05-20T09:11:08+00:00 )
May 20, 2026 13:33 Asia/Kabul
  • ایرانی ښکره وره هوسی؛ د ایران په شمال کې ملي خزانه
    ایرانی ښکره وره هوسی؛ د ایران په شمال کې ملي خزانه

پارس تودی- د ایران زېړ ښکره ور هوسی ، د ایران په طبیعت کې یوه کمیابه خزانه ده. دا ډول چې نوم یې د دې وطن له پخوانیو ځنګلونو او ارامو دښتو سره تړلی دی.

د پارس تودی له راپور سره سم، مازندران د ایران په شمال کې د ایرانی زیړ هوسی له اصلي زیږیدونکو ځایونو څخه ګڼل کیږي. په دې ساتل شوې سیمه کې، د دې نادر او ښکلي حیوان رمې په آرامښت کې ژوند کوي.

ایرانی ښکره وره هوسۍ

ایرانی زیړ هوسی، چې بدن یې نری او د پوستکي رنګ یې روښانه طلایي ده، د ایران د وحشي ژوند له ښکلو سمبولونو څخه دی. د ایران په شمال کې د دښت ناز پناهګاه، د دوامداره مدیریت او ساتنې سره، د دې ارزښتناک ډول د بقا لپاره یو خوندي چاپیریال برابر کړی دی.

ایرانی زیړ هوسی

د ایرانې ژېړ هوسی چې د Dama mesopotamica په علمي نوم سره پېژندل کېږي، د اروپایي ژېړهوسی یوه فرعي ډول ده چې اوس مهال له هغو ژوو څخه ده چې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او د نړیوالې اتحادیې د طبیعي سرچینو او نفوس د ساتنې په سره لیست کې شامله ده. ژېړ هوسی، ژېړ ته مایل سور بدن لري چې سپینې داغې پرې دي.

د زیړ ایرانی هوسی بچی

اټکل کیږي چي په ایران کې له ۴۰۰ څخه بیا تر ۵۰۰ پورې زیړ هوسی موجود دي، د دښت ناز د وحشي ژویو پناهځای په ایران کې د هوسیو د تکثیر لپاره لومړنی مرکز دی چي د دې ډول هوسیو د شمېر د زیاتوالې لپاره یو غوره اقدام دی، دغه فارم د مازندران په میاندرود ولسوالۍ کې واقع شوې ده.

د زیړ ایرانی هوسی بچی

د کلونو په اوږدو کې په نورو ولایتونو کې مختلفې سیمې د دې ملي ژووي د تکثیر لپاره ټاکل شوې دي. اشک ټاپو، دشت ناز، آزادي، باغ شادي، میانکتل، ارسنجان، دز او کرخه هغه سیمې دي چې زیړ هوسی پکې ساتل کیږي. سربېره پر دې، څلور خصوصي مرکزونه چې پکښې د البرز د وحشي ژوند ساتنې مرکز، د باراجین طبیعت کلی، د اراک ژوبڼ او د پردیسان د وحشي ژویو قرنطین او بیا رغونې مرکز شامل دي، هم د زیړ هوسیو د ساتنې ځایونه دي.