پزشکیان: په زور سره د ایران تسلیمول یو چټي خیال دی
May 21, 2026 12:27 Asia/Kabul
-
د ایران ولسمشر پزشکیان
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چي د زور د لارې د ایران د تسلیمول یو تش خوب او خیال دی.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د ایکس په ټولنیزې رسنۍ کې ولیکل: ایران تل په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی او له جنګ څخه د ډډه کولو ټولې لارې چارې ازمویلې دي. د ایران له خوا ټولې لارې خلاصې پرېښودل شوي دي. په زور سره، د ایران تسلیمول یو تش خوب او خیال دی.
هغه زیاته کړه: د متقابل احترام په بنیاد باندې ډیپلماسۍ، د جنګ په پرتله کم لګښته، عقلمن او پاته کېدونکې ده، ځکه ایران کلونه کیږي پرې ټینګار کوي.