د ایران وسله وال ځواکونه سرشیندنې ته تیار دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173284-د_ایران_وسله_وال_ځواکونه_سرشیندنې_ته_تیار_دي
پارس تودی- د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د حضرت خاتم الانبیا (ص) قرارګاه د عراق د بعث رژیم له منګولو د خرمشهر د ازادولو د کلیزې په مناسبت ولیکل: د ایران وسله وال ځواکونه د غیرتمن ولس په ملاتړ سره، له کوم شک پرته د راتلونکو خرمشهرونو د فتحه کولو لپاره سرشیندنې ته تیار دي.
(last modified 2026-05-24T06:50:20+00:00 )
May 24, 2026 10:55 Asia/Kabul
  •   د ایران وسله وال ځواکونه
      د ایران وسله وال ځواکونه

پارس تودی- د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د حضرت خاتم الانبیا (ص) قرارګاه د عراق د بعث رژیم له منګولو د خرمشهر د ازادولو د کلیزې په مناسبت ولیکل: د ایران وسله وال ځواکونه د غیرتمن ولس په ملاتړ سره، له کوم شک پرته د راتلونکو خرمشهرونو د فتحه کولو لپاره سرشیندنې ته تیار دي.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز او د حضرت خاتم‌الانبیاء(ص) مرکزي قرارګاه په یوه پیغام کې د غبرګولې د دریمې نیټې د حماسې د نمانځنې، د خرمشهر د آزادۍ د کلیزې په مناسبت ولیکل: د خرمشهر فتحه د باطل، کفر او نړیوال استکبار پر وړاندې د حق جبهې د بریا د نښې په توګه، د اسلامي انقلاب د ورپسې بریاوو او د اسلامي ایران د پرمختګ او اقتدار د لارې د کچولو لپاره زمینه برابره کړه او مسلمانانو او د نړۍ آزادګانو ته یې د هیله بخښونکې واکمنۍ نوی بېلګه وړاندې کړه.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو په پیغام کې راغلي دي: دې بریا وښودله چې د هر دښمن پر وړاندې او په هره کچه کې چي وي، مقاومت کولی شي بریا ته ورسېږي. تلپاتې کلیمه "خدای خرمشهر ازاد کړ" د هغه ولس لپاره بنسټ وګرځېد چې په خدای باندې په توکل سره به وتوانېږي د دښمنانو له کلکو سنګرونو تېر شي او پر نړیوال واکمن نظام برلاسی شي او بې وسه یې کړي.

د ایران وسله‌والو ځواکونو ټینګار وکړ چې د ایران د خلکو د پخوانیو بریاوو په دوام کې، لکه د ۸ کلنې مقدسې دفاع، د ۱۲ ورځنۍ تپل شوې جګړې او د درېیمې تپل شوې جګړې د بریا په شان، دا روښانه او ځلانده لاره به دوام ومومي او د نړۍ مسلمانان او آزادۍ غوښتونکي به د نړیوالو شیطانانو له منګولو، په ځانګړي ډول د امریکا او صهیونیستي رژیم له منګولو د خلاصون خوږ خوند وڅکي او لا ډېرو فتوحاتو ته به ورسېږي.

په دې پیغام کې ټینګار شوی دی: د ایران د اسلامي جمهوریت ځواکمن وسله‌وال ځواکونه، د ایران د غیرتي او تل په ډګر کې حاضر خلکو په ملاتړ، له کوم شک پرته، د راتلونکو خرمشهرونو د فتحې لپاره په پوره توان د امریکايي او صهیونیستي دښمنانو پر وړاندې د سرشیندنې لپاره چمتو دي او تر وروستي سولګۍ پورې به له ایران، ایرانیانو او د اسلامي جمهوریت له سپېڅلي نظام څخه دفاع وکړي.