د روسیې ګمرک: له ایران سره سوداګریو کې ۲۰ زیاتوالې راغلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173390-د_روسیې_ګمرک_له_ایران_سره_سوداګریو_کې_۲۰_زیاتوالې_راغلې_ده
پارس تودی-  د روسیې د فډرل ګمرکاتو د ادارې مشر اعلان وکړ: په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د دواړو هیوادونو تر مینځ سوداګریو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالې راغلې ده.
(last modified 2026-05-26T06:58:03+00:00 )
May 26, 2026 11:26 Asia/Kabul
  • په مسکو کې د ایران له سفیر کاظم جلالي سره د روسیې د فډرل ګمرکاتو د ادارې مشر والري پیکالیف
    په مسکو کې د ایران له سفیر کاظم جلالي سره د روسیې د فډرل ګمرکاتو د ادارې مشر والري پیکالیف

پارس تودی-  د روسیې د فډرل ګمرکاتو د ادارې مشر اعلان وکړ: په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د دواړو هیوادونو تر مینځ سوداګریو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالې راغلې ده.

د پارس تودی له راپور سره سم، د روسیې د فډرل ګمرکاتو د ادارې مشر والري پیکالیف په مسکو کې د ایران له سفیر کاظم جلالي سره، په کتنه کې، هیله وښودله چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د ټرانزیتي لارو په فعاله کېدو سره، په روان میلادي کال کې د دواړو لورو تر مینځ په سوداګریو کې د پام وړ زیاتوالې رامینځته شوې ده.

پیکالیف، ایران یې د روسیې استراتیژیک ملګری وبلله او د دواړو هیوادونو ملګرتیا یې په مختلفو برخو کې په تېره بیا په ګمرکي ډګر کې پراخېدونکې وبللې.

هغه د ایران او روسیې تر مینځ د سوداګریزو خنډونو د لیري کېدو او د ګمرکي اسانتیاو لپاره د روسیې د ګمرک د چمتووالې خبر ورکړ.

د روسیې د فډرل ګمرکاتو د ادارې مشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې، له خپل هیواد څخه د ایران د خلګو دفاع یې اتلواله وبلله او له ایران څخه د روسیې د حکومت او د خلګو په ملاتړ ټینګار وکړ.