د ایران او د افغانستان مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173562-د_ایران_او_د_افغانستان_مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ ورځپاڼې له امریکا سره د احتمالې هوکړې او د امریکا له خوا د سمندري محاصرې د ختمېدو په هکله ځینې مطلبونه خپاره کړي، کیهان هم د امریکا او ایران تر مینځ د مقابلې په هکله د مشهورو نړیوالو رسنیو لیدلورې خپره کړې ده.
(last modified 2026-05-30T08:58:30+00:00 )
May 30, 2026 13:25 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ ورځپاڼې له امریکا سره د احتمالې هوکړې او د امریکا له خوا د سمندري محاصرې د ختمېدو په هکله ځینې مطلبونه خپاره کړي، کیهان هم د امریکا او ایران تر مینځ د مقابلې په هکله د مشهورو نړیوالو رسنیو لیدلورې خپره کړې ده.

د تهران چاپ د ورځپاڼو په سر کې د جوان ورځپاڼه را اخلو چي د امریکا او د ایران تر مینځ د احتمالې هوکړې او همداشان د ټرمپ د وروستي ټوییټ په هکله یو مطلب خپور کړې دي.

دغه ورځپاڼه لیکي: د امریکا ولسمشر پرون ماښام په ناڅاپي ډول په یوه ټویټ کې د سمندري محاصرې د لغوه کولو خبر ورکړ او ویې ویل چې له ایران سره د هوکړې په اړه وروستۍ پرېکړې لپاره د وضعیت خونې ته تللی دی؛ په دې پیغام کې چې د دې راپور تر چمتو کېدو پورې یې په وړاندې د ایران رسمي دریځ نه دی اعلان شوی، د جنګ له لومړنیو اهدافو څخه د امریکا د شاتګ او د ایران د شرطونو د منل کېدو لومړۍ جدي نښې لیدل کېږي.

جوان زیاتوي: ټرمپ په خپل ټویټ کې ویلي چې «ایران باید موافقه وکړي چې هېڅکله به اټومي وسله یا اټومي بم ونه لري. د هرمز تنګي باید سمدلاسه له کسټم او مالیاتو پرته، د کښتيو د آزاد تګ راتګ لپاره خلاص شي. که په اوبو کې ماینونه موجود وي، له منځه به یووړل شي»، ایران به هم هر پاتې ماین – چې شمېر به یې ډېر نه وي – سمدلاسه وباسي او یا یې هم شنډ کړي.» هغه همداشان ادعا کړې چې د ایران بډایه‌شوې یورانیم د امریکا او چین لخوا ، او د ایران او د نړیوال اټومي انرژۍ له ادارې سره په نږدې همغږۍ او همکاری کې، له ځمکې څخه را وایستل شي او له منځه به یووړل شي.»   ورځپاڼه لیکي: د ټرمپ ټویټ په داسې حال کې خپور شو چې تهران ته نږدې سرچینې له امریکا سره د مذاکراتو د بهیر په اړه وویلي دي چې د «تعهد په بدل کې تعهد» په چوکاټ کې د هوکړې متن لا هم په تهران کې دی او پرې وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

جوان زیاتوي چي سره له دې، د ټرمپ د ټویټ متن او لهجه وښودله چې واشنګټن هم تر دې ځایه د ایران د وروستي وړاندیز د چوکاټ مهمه برخه یې عملاً منلې ده. تر ټولو مهمه نښه یې دا ده چې له هغه څه نه چې ټرمپ به ورته د «د ایران غني شوی یورانیمو نیول» اصطلاح کاروله، په ضمني ډول شاتګ کړی دی، په داسې حال کې چې په خپله ټویټ کې یې د ایټمي موادو د «اېستلو او له منځه وړلو» په اړه مبهمې خبرې مطرح کړې دي.   ورځپاڼه په دوام کې لیکي: که څه هم د ټرمپ په ټویټ کې د مطرح شویو ادعاوو په اړه د ایران رسمي دریځ لا تر اوسه نه دی اعلان شوی، لږ تر لږه داسې ښکاري چې د ایران دوه اساسي غوښتنې لا هم د واشنګټن له خوا نه دي منل شوي: لومړی، د هرمز په تنګي باندې د ایران نوی مدیریتي مکانیزم دی چې ټرمپ په خپل ټویټ کې ویلي: «هرمز تنګی له کوم ټکس یا مالیاتو پرته باید سمدلاسه خلاص شي،

او دویم بیا د ایران د ۱۲ میلیارده ډالرو کنګل شوو شتمنیو سمدلاسه خوشې کول دي چې ټرمپ ویلي: «تر دویمې خبرتیا پورې، هېڅ پیسې به تبادله نه شي.»

جوان په پای کې یادونه کوي چي په هر صورت، د هرمز د پرانیستلو اعلان او له ځینو پخوانیو سرو کرښو څخه د امریکا شاتګ، د ډېرو څارونکو له نظره د دې نښه ده چې واشنګټن د ایران پر وړاندې خپله جنګي ستراتیژي ناکامه ګڼي؛ دا موضوع حتی که د هوکړې لامل نه شي، د ټرمپ د حکومت لپاره یوه ستراتیژیکه ماته ګڼل کېدای شي.

را به شو د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې ته !

دغې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د ایران او امریکا تر مینځ د مقابلې په هکله د نړیوالو رسنیو لیدلورې ته انعکاس ورکړی دی چي عنوان یې دی: نړیوالې رسنۍ لاهم د ایران د بریالیتوبونو په هکله خبرې کوې.

کیهان لیکي: «نیویارک ټایمز» د « نه ماتېدونکي ایران» خبره کړې ده او «میدل ایسټ آی» لیکلي چې ټولې زورورې پاڼې د ایران په لاس کې دي. له بلې خوا «فارن افیرز» هم ټینګار کړی چې امریکا بله چاره نه لري پرته له دې چې ایران ته امتیاز ورکړي.

ورځپاڼه زیاتوي: هغه جګړه چې درې میاشتې مخکې امریکا او صهیونیستي رژیم د ایران پر ضد پیله کړه، د دوی د پلان له مخې باید د ایران د اسلامي جمهوریت نظام یې نسکور کړې وای، د ایران د توغندیو او بې پیلوټو الوتکو ځواک ته یې د پای ټکی ایښی وای، ایران یې ټوټه ټوټه کړی وای، او په نړیوال نظام کې یې یو مطیع هېواد ګرځولی وای، خو تقریباً ټولې مشهورې او معتبرې نړیوالې رسنۍ او یو شمېر مخکښ نړیوال کارپوهان پر دې حقیقت اعتراف کوي چې نه یوازې د جګړې له لارې د ټرمپ او نتانیاهو موخې ترلاسه نه شوې، بلکې دا جګړه له ډېرو حیرانوونکو پایلو سره مله وه.

د مطلب په دوام کې د شیکاګو د پوهنتون د وتلی استاد «رابرت پیپ» په وینا، راغلی دی چي ایران په دې جګړه کې د امریکا له ماتې وروسته د نړۍ څلورمه اغېزناکه ځواک ګرځېدلې ده، چې له امریکا، چین او روسیې وروسته راځي. هغه حتی ویلي دي چې د ایران د نامتقارنې جګړې طریقه، چې د نړۍ تر ټولو ستر پوځي ځواک یعني امریکا ته یې ماته ورکړه، باید په پوځي پوهنتونونو کې تدریس شي.

ورځپاڼه زیاتوي: "استفان والت" چې د نړیوالو اړیکو له سترو انډیالانو څخه دی، د تهران په وړاندې د واشنګټن پالیسۍ یې یوه غمیزناکه محاسبوي تېروتنه او ستراتیژیکه ناپوهي بللې ده او ویلي دي چې د واشنګټن د ادعاوو په خلاف، د امریکا پوځ د خپل خوښې له مخې نه، بلکې د ایران د وسله وال ځواک د فشار له امله له سیمې څخه وځي.

کیهان لیکي:  "ډیویډ فرنچ"، هم چې د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې لیکوال دی، د امریکا پر حکومت یې سختې نیوکې کړې دي او ویلی دي چې د ایران پر ضد جګړه یوه "کلاسیکه تجربه ده چې له کومو کارونو څخه ډډه وشي" او واشنګټن سره له دې چې پوځي برلاسی لري، لیکن د خپلو ستراتیژیکو موخو په تر لاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

ورځپاڼه په دوام کې زیاتوي چي دیوید فرنچ د ټرمپ په دروغو ادعاګانو هم نیوکې کړې دي او لیکلی دی چي: جګړه لکه څنګه چې موږ ته ویل شوې وه، یو اړخیزه نه وه. د جګړې د پیل په ورځو او اونیو کې، د واشنګټن چارواکو بیا بیا ادعا وکړه چې په سیمه کې یې پوځي بریاوې ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې د ایران د بریدونو د اغېزمنتیا په اړه یې تر ډېره خاموشي غوره کړې وه. پیت هګست ادعا کړې وه چې د ایران پوځ له منځه تللی دی. خو دا حقیقت نه لري. ایران نه یوازې وکولی شول چې سمدلاسه او په قاطع ډول د هرمز تنګی وتړي، بلکې اوس دا هم څرګنده شوه چې ایران په سیمه کې امریکایي اډو ته د پام وړ زیانونه اړولي او همداراز د فارس خلیج شاوخوا د نفتو او طبیعي ګازو تولید ته یې هم د پام وړ تاوان رسولی دی. سربېره پر دې، د امریکا د هوايي برلاسۍ سره سره، ایران بیا هم وتوانېد چې لږ تر لږه ۴۲ مختلفې امریکایي الوتکې یا زیانمنې کړي او یایې هم وغورځوي.»

په مطلب کې وړاندې په همدې موضوع باندې د فورن افیرز او میدل ایست ای راپورونو ته هم انعکاس ورکول شوی دی لیکن وخت مو محدود دی او باید افغان مطبوعاتو ته هم کتنه وکړو.

راځو د افغانستان مطبوعاتو ته

د افغانستان د مطبوعاتو په سر کې د مسیر ورځپاڼې ته !

دغې ورځپاڼې په یو مطلب کې کډوالو سره د مرستو د زیاتېدو غوښتونکې شوې ده او د پېښو پر وړاندې د افغانستان د ادارې د مسئول خبرو ته انعکاس ورکړی دی.

په مطلب کې راغلی دی: په افغانستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس ملا نورالدین ترابي ویلي، چې له راستنېدونکو افغانانو سره مرسته اسلامي او انساني مسوولیت دی او ټولې ادارې باید د هغوی د لاسنیوي لپاره ګډ کار وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي هغه د جمعې په ورځ په کندهار کې له نساجۍ سیمې تر عینو مېنې پورې د مېشتو راستنېدونکو وضعیت له نږدې ارزولی او د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې اورېدلې دي. د خبرپاڼې له مخې، ترابي اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې او پر وخت مرستې برابرې کړي. هغه ویلي، اداره یې هڅه کوي د شته امکاناتو په کارولو سره د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د ادارو ترمنځ همغږي او همکاري د راستنېدونکو افغانانو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړینه ده.

رابه شو د افغانستان د هشت صبح ورځپاڼې ته !

دغې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سېلابونو د امله د ساري ناروغیو د خپرېدو په هکله د روغتیا د نړیوالې ادارې خبرداری ته انعکاس ورکړی دی او لیکلي دي: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې د سېلابونو له امله راوتلې اوبه کولای شي په خلکو کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو لامل شي او په داسې شرایطو کې روغتیایي لارښوونو ته پاملرنه اړینه ده.

د ورځپاڼه زیاتوي چي د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې اوبه باید وایشول شي او یا هم تصفیه شي او د هر ډول غیرروغتیایي اوبو له څښلو باید ډډه وشي.

په دغو لارښوونو کې همدا راز راغلي، هغه خواړه چې د سېلاب له اوبو سره تماس ولري، باید وغورځول شي او خوراکي توکي باید تل پټ او په خوندي ځایونو کې وساتل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز ټینګار کړی چې د لاسونو مینځل او د خوړو پوره پخول د ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري او خلک باید د خامو خوړو یا نامینځل شویو مېوو له خوړلو ډډه وکړي