قزاقستان ته د ایران د ۱۲۸ میلیون ډالرو کرهڼیز صادرات
May 31, 2026 10:54 Asia/Kabul
-
قزاقستان ته د ایران صادرات
پارس تودی- د ایران د کرهڼیز جهاد د وزارت د نړیوالو چارو او مسلکي ارګانونو د دفتر مشر د ایران له خوا قزاقستان ته د ۱۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت د کرهڼیزو محصولاتو د صادراتو خبر ورکړ.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د کرهڼیز جهاد په وزارت کې د نړیوالو چارو او مسلکي ارګانونو د دفتر مشر حسن مومني وویل: د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې قزاقستان ته د ایران د ټولو صادراتو ارزښت ۲۱۴ میلیون ډالره و، چي ۱۲۸ میلیون ډالر یې کرهڼیزو محصولاتو پورې اړوند وو.
هغه زیاته کړه: په همدې موده کې له قزاقستان څخه ایران ته د ۴۷ میلیون ډالرو په ارزښت واردات تر سره شوي، چي ۳۳ میلیون ډالر یې کرهڼیز محصولات وو.
مومني وویل: د پستې او خرما په شمول زراعي محصولات قزاقستان ته د ایران د صادراتو ۴۰ سلنه جوړوي.