وحشي دښمن دې په لبنان کې جنایتونو ته دوام نه ورکوي
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ ویندوي سردار شکارچي خبرداری ورکړ، د ایران د وسلوالو ځواکونو لپاره به په لبنان کې د جنایتونو دوام د زغملو وړ نه وي.
په راپور کې راغلي دي ، سردار شکارچي په لبنان کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په باب یو پیغام صادر کړی چې پکې ئې لیکلي دي، ماشوم وژونکی او وحشی صهیونیسټي رژيم د اوربند له فرصته په ناوړه استفادې او د لبنان په خاورې په ښکاره تیریو سره ، د ماشومانو او ښځو پشمول څه دپاسه درې زره بې ګناه عام خلک په وینو کې لیت پیت کړي دي . په داسې حال کې چې د لویدیځي هیوادونو واکوالانو په دغو بشری ضد جنایتونو سترګې پټې کړي او یا ئې ترې ملاتړ کړی دی.
هغه په زغرده وئيلي دي ، د صهیونیسټ وحشي رژيم جنایتکارو مشرانو او د هغوي ملاتړو ته خبرداری ورکوو ، د لبنان په ضد د وحشي ډوله جنایتونو دوام به د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو لپاره د زغملو وړ نه وي.